Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد قوش تېپې کانال، شاوخوا ځمکو باندې جوړ کمپلکسونو ته دې وده...

د قوش تېپې کانال، شاوخوا ځمکو باندې جوړ کمپلکسونو ته دې وده ورکړل شي

تاند【سه شنبه د کب ـ حوت ۱۴مه】د طالبانو د حکومت ‏د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمري د قوش‌تېپې کانال د شاوخوا ځمکو د معقولې استفادې طرحه په یوه غونډه کې وړاندې کړه.

عمري د دې طرحې د وړاندې کولو په تړاو د دغه وزارت له لوري په جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې د دغه کانال په شاوخوا ځمکو باید منظمو صنعتي، کرنیزو او د مالدارۍ کمپلکسونو ته وده ورکړل شي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوی، چې په دغې غونډه کې د ښار او کور جوړولو وزارت، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د مالیې وزارت سرپرستانو، د طالبانو چارو ادارې رییس، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال ګډون درلود.

په خبرپاڼه کې همدارنګه زیاته شوې چې، دغه طرحه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري چمتو او د طالبانو د حکومت لوړ رتبه چارواکو ته وړاندې شوه.

د معلوماتو له مخې قوش تېپې کانال د افغانستان په شمال کې یو له ستر او مهمو اوبو لېږدونکو پروژو څخه دی، چې د آمو له سیند څخه د اوبو لېږدولو لپاره جوړېږي.

دا کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰۸ متره عرض او ۸.۵ متره ژوروالی لري، چې د بلخ ولایت د کلدار ولسوالۍ څخه پیلېږي او تر فاریاب ولایت پورې غځېدلی دی.

د دې کانال هدف د ۵۵۰,۰۰۰ هکتاره ځمکې خړوبول یاد شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...