پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهذ مجاهد؛ یوناما افغانستان کې اغېزمن نه دی، تل یې اندېښنې پیدا...

ذ مجاهد؛ یوناما افغانستان کې اغېزمن نه دی، تل یې اندېښنې پیدا کړي

تاند【سه شنبه د کب ـ حوت ۱۴مه】‏د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر په افغانستان کې اغېزناک نه و.

مجاهد زیاته کړې چې دغه بنسټ تل هڅه کړې، خلکو ته اندېښنې پیدا کړي او د افغانستان انځور په نړیواله کچه ناسم وښيي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، یوناما پخپلو راپورونو کې د افغانستان د اوسني نظام د لاس ته راوړنو په اړه هیڅ هم نه دي ویلي او تل یې منفي ټکو ته پام کړی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه خبرې داسې مهال کوي چې، ټاکل شوې د یوناما ماموریت د روانې مارچ میاشتې په ۱۷مه پاېته رسیږي.

بل لورته بیا امنیت شورا د یوناما د ماموریت د غځېدو په اړه غونډه رابولي.

دا په داسې حال کې ده چې، یوناما په افغانستان کې تل د بشرحقونو ملاتړ کړی او په دې تړاو یې راپورونه چمتو کړي  او په نړیوالو دریځونو یې بیان کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...