Homeخبرونهتورخم؛د افغان او پاکستاني ملېشو ترمنځ یو ځل بیا نښته،زیانونه لا معلوم...

تورخم؛د افغان او پاکستاني ملېشو ترمنځ یو ځل بیا نښته،زیانونه لا معلوم نه دي

تاند【سه شنبه د کب ـ حوت ۱۴مه】په تورخم کې ځایي سرچینې وایي، تېره شپه شاوخوا ۱۰بجې یو ځل بیا د افغان او پاکستاني ملېشو ترمنځ سخته نښته شوې.

سرچینې زیاتوي چې دواړو لوریو پر یو بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کړي دي.

د سرچینې په خبره، دا نښته پاکستاني لوري پیل کړې، چې د افغان لوري په ځوابي برید کې د پاکستان ملېشو ځیني مهمې پوستې په نښه کړي، چې درانه مالي او ځاني زیانونه یې ور اړولي دي.

دا دوهمه شپه ده چې په تورخم کې د افغانستان او پاکستان د ملېشو ترمنځ سخته نښته کېږي.

وړمه شپه هم تورخم کې د دواړو لوریو ترمنځ نښته رامنځته شوې وه چې افغان لوري ته یو طالب سرتېری وژل شوی او دوه ژوبل شوي وو.

دغه نښتې داسې مهال کېږي، چې افغان ځواکونه د ډیورڼد فرضي کرښې ته څېرمه د پوځي تاسیساتو په جوړلو بوخت دي، چې پاکستانی لوری یې د مخنیوي هڅه کوي.

د تورخم دروازه نن ۱۲مه ورځ ده، چې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...