جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهچمپینز ټرافي؛ هند او اسټرالیا نن لومړنۍ نیمه پایلوبه کوي

چمپینز ټرافي؛ هند او اسټرالیا نن لومړنۍ نیمه پایلوبه کوي

تاند【سه شنبه د کب ـ حوت ۱۴مه】هند او اسټرالیا کرکټ ملي لویډلې نن (سې‌شنبه، کب ۱۴مه) د کرکټ د اتلانو جام سیالیو د نیمه پایلوبې لومړنۍ لوبه کوي.

دغه لوبه چې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ لوبغالي کې به وشي، د افغانستان په وخت، ماسپښين ۱ نیمه بجه پیلیږي.

افغانستان په دغه لوبو کې د ۳ نمرو په ترلاسه کولو پنځم ځای خپل کړ.

افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې له جنوبي افریقا ماته وخوړه.

دغه راز یې په دوهمه لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه او له اسټرالیا سره یې لوبه د باران له امله بې پایلې شوه.

بل لورته بیا پاکستان د کوربه هېواد په حیث په دې لوبو کې له سختو ماتو سره مخ شو.
د هند او نیوزلنډ پر وړاندې ماته وخوړه او د بنګله دېش پر وړاندې لوبه کې باران یواځې یوه نمبره ورکړه او له لوبو ووتل.

د دې لوبو دوهمه نیمه پای لوبه د جنوبي افریقا او نیوزلنډ ترمنځ ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...