پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+ایا د مورنۍ ژبې د هیرېدو امکان شته؟

ایا د مورنۍ ژبې د هیرېدو امکان شته؟

تاند- مورنۍ ژبه، یا «اصلي ژبه»، هغه لومړۍ ژبه ده چې یو څوک یې زده کوي او معمولاً د هغه د هویت مهمه برخه ګرځي. دا ژبه له کورنۍ، ملګرو او کلتور سره د اړیکو وسیله ده. خو آیا امکان لري چې یو څوک خپله مورنۍ ژبه هیره کړي؟

د بېلګې په توګه، که یو څوک بل هیواد ته کډه وکړي او هره ورځ په بله ژبه ږغېږي، آیا دا ممکنه ده چې پر خپلې اصلي ژبې د خبرو کولو وړتیا له لاسه ورکړي؟

ژبپوهان دا پدیده «د مورنۍ ژبې کمزوري کېدل»(Native Language Attrition) بولي، هغه بهیر چې پکې د یو فرد مهارت په مورنۍ ژبه کې کمېږي، معمولاً د دې لپاره چې نور پرې خبرې نه کوي یا ورڅخه استفاده نه کوي.

د متخصصانو په وینا، په ځانګړو شرایطو کې د مورنۍ ژبې د هیرېدو امکان شته، په ځانګړي ډول د هغو کوچنیانو لپاره چې بل هېواد ته کډه شوي او نوې ژبه یې زده کړې وي.

یوه څرګنده بیلګه یې هغه ماشومان دي چې د بهرنیو کورنیو له لوري اقتباس کېږي. لورا دومینګز، چې د بریتانیا د ساوتمپټن پوهنتون د ژبپوهنې استاده ده، وايي: «هر څومره چې یو څوک د مهاجرت پر وخت زیات عمر ولري، هماغومره یې د مورنۍ ژبې د ساتلو چانس ډېر وي.»

په پایله کې، دا احتمال ډېر کم دی چې یو ځوان یا بالغ کس د خپلې مورنۍ ژبې لویې برخې، لکه د تېر زمان جوړښت، هېر کړي.

څېړنې ښيي چې د بلوغ له مودې وروسته، چې معمولاً د نجونو لپاره له ۸ تر ۱۳ کلنۍ او د هلکانو لپاره له ۹ تر ۱۴ کلنۍ ترمنځ ده، مورنۍ ژبه لږ کمزورې کېږي.

شونې ده چې علت یې دا وي چې له دې عمر وروسته دماغ لږ انعطاف‌پذیر وي او بدلونونه کم مني. خو د مورنۍ ژبې د کومې برخې د هېرېدو خطر ډېر وي؟

لغتونه هغه برخه ده چې تر ټولو لومړی په موقتي ډول هېرېدی شي.

مثلاً، تصور کړئ چې یو هسپانیايي محصل د یو سمسټر لپاره انګلستان ته ولاړ شي. کله چې بېرته خپل هېواد ته ستون شي، ممکن احساس کړي چې د خپلې مورنۍ ژبې ځینې کلمې یا عبارتونه‌یې نه شي ور په یادولی.

خو دا معنا نه لري چې دغه لغتونه یې له حافظې څخه په بشپړ ډول پاک شوي، بلکې یوازې د مغز لپاره یې بېرته ور په یادول زیات وخت نیسي.

مغز د یوه آرشیف د رواق په څېر دی چې د دوو بیلابیلو ژبو ترمنځ کلمې لټوي. خو کله چې یو کس بیا خپله مورنۍ ژبه وکاروي، لغتونه ژر ور په یاديږي.

آیا ګرامر هم هېرېږي؟

د لغتونو برعکس، ګرامري جوړښتونه د هېرېدو پر وړاندې ډېر مقاومت لري.

په یوه څېړنه کې چې د ۲۰۲۳ کال په ژورنال «د ژبې زده کړه»کې خپره شوه، څېړونکو وموندله چې هغه هسپانیايي‌ ژبي کسان چې انګلیسي یې د دوهمې ژبې په توګه زده کړې وه، په بریتانیا کې له ۱۵ کاله اوسېدو وروسته هم، د هسپانیايي د حال له زمان څخه د پخوا په شان کار اخیست.

په دې منځ کې یوه مهمه پوښتنه راولاړېږي: آیا یو څوک خپله دوهمه ژبه هېرولای شي؟

څېړنې ښيي چې د دوهمې ژبې هېرېدل، د هغې د زده کړې کچې او د کارولو په مودې پورې اړه لري.

انتونلا سوراسه، چې د سکاټلنډ د ادینبرا پوهنتون د تکاملي ژبپوهنې استاده ده، وايي: «ممکن احساس کړو چې هر څه مو هېر کړي، خو مغز زموږ تر فکر هوښیار دی.»

په مقابل کې، هغه کسان چې دوې ژبې یې زده کړي، خو د عقل زوال (دماغي کمزورتیا) په څېر ناروغیو اخته شي، ښايي د ژبې د اختلال له امله بېرته خپلې مورنۍ ژبې ته راوګرځي.

دا پدیده «ژبې ته بېرته‌راګرځېدا» (Language Reversion) نومېږي، او دا شونې ده چې حتی په دوهمې ژبې له کلونو کار اخیستلو وروسته هم رامنځته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...