یکشنبه, مارچ 23, 2025
Home+د مصنوعي ځیرکتیا پېژندنه | رحمت شاه فراز

د مصنوعي ځیرکتیا پېژندنه | رحمت شاه فراز

۶- له ۱۹۶۰ کلونو تر ۱۹۹۰ کلونو پورې

په را وروسته کلونو کې د مصنوعي ځیرکتیا تګلوری او مسیر ډېر زیات بدل شو. د مصنوعي ځیرکتیا د څېړنو موخه نور دا پاتې نه شوه چې یو داسې روبوټ جوړ کړي چې د انسان په څېر ځیرک اوسي، بلکې څېړونکو د داسې الګوریتمونو، تجربي روشونو او میتودولوژیو په استعمال لاس پورې کړ، چې د انساني مغز په څېر پرابلمونه حل کړای شي. تامس ایونز د «انالوژي» او میلاني میچل د «کاپي کېټ ساختمان» په نوم سیسټمونه د هغو پرابلمونو د حل کولو لپاره ډیزاین کړل، چې انالوژي (قیاس) پکې کارېدلی وي. مثلاً د میچل کاپي کېټ سیسټم کولی شوی چې دا ستونزه حل کړي چې، (الف، ب او ج)، له (ج، ب او الف) سره مشابهت لري، نو (د، هـ ، و) به له څه شي سره مشابهت لري؟

د دغه ډول پرابلمونو د حل وړتیا په اصلي معنا ځیرکتیا نه ګڼل کېږي، خو د هغو سیسټمونو ایجاد چې د پورتنیو مسایلو په څېر مسایل حل کړای شي، د مځ د څېړنو اصلي تګلوری ګرځېدلی و او بې له شکه چې دغه کار د لا زیاتو ګټورو او مفیدو سافټویري سیسټمونو د ایجاد په لوري یو مؤثر او مثمر ګام و.

په تېرو نږدې لسیزو کې د مصنوعي ځیرکتیا علم خورا زیات وغوړېده او هغه ډګرونه چې ځانګړی اهمیت یې ومونده، په لاندې ډول دي:

*    ماشین آموزي

*    ګڼ استازي سیسټمونو (multi-agent system)

*    مصنوعي ژوند

*    کمپيوټري دید

*    پلان جوړونه

*    ګېمونه (په تېره بیا شطرنج)

۷- فلسفه

فلسفې ته د علومو مور وايي. فلسفه یوناني کلمه ده او له علم او پوهې سره مینې او رغبت ته ویل کېږي. دا چې د علومو مور ده، ښکاره ده چې مصنوعي ځیرکتیا به يې هم له اغېزې تشه نه وي او شونې نه ده چې پوروړې يې ونه اوسي.

له اپلاتون او دکارت او بیا تر ډانیل ډینیټ پورې د فلسفې سترو مفکرانو د مصنوعي ځیرکتیا په معاصره څېړنه کې ستر رول لوبولی دی.

د ارستو رول ته مو ترمخ اشاره وکړه، خو ویل کېږي (ډرېفس، ۱۹۷۲) چې مصنوعي ځیرکتیا هغه مهال راپیدا شوه چې اپلاتون په خپلو لیکنو کې د خپل استاد دغه خبره ولیکله «زه غواړم په دې پوه شم چې د نېکي هغه ځانګړنه څه ده چې له امله يې يو عمل نېک ګڼل کېږي… زه غواړم دغه ځانګړنه راخپله کړم او د دې لپاره چې ستا او د نورو خلکو د کړنو په هکله قضاوت وکړم، د یوه معیار په توګه ګټه ترې واخلم.»

سقراط به ادعا کوله چې د انسان د چلند د بیانولو لپاره هم الګوریتم تعریفولی او د یوه شخص ښه یا بد چلند پرې پېژندلی شو.

له دې ځایه یوې بلې پوښتنې ته هم رسېږو، چې له کلونو راهیسې د فلسفیانو او مصنوعي ځیرکتیا د زده کوونکو له خولې اورېدل کېږي: آیا د انسان په ذهن کې د نیورونو تر یوې ساده مجموعې پرته نور کوم څه هم شته؟ یا په نورو ټکو کې که چېرته د انساني مغزو د هر نیورون پر ځای یوه معادله کمپیوټري آله (پرزه) ځای پر ځای کړو، نو آیا پایله به يې هماغه مخکینی انسان وي؟ او آیا دغه انسان به د ځیرک تفکر وړتیا ولري؟

دغه ډول پوښتنې چې معاصر فلسفیان لکه ډانیل ډینیټ وخت په وخت بحث و مباحثې ورباندې کوي او ځواب يې هم تر اوسه له روڼتیا او څرګنتیا ډېر لرې برېښي، یو ګټور او علمي بحث دی او پر مصنوعي ځیرکتیا يې اغېزې او دلالتونه خورا پراخه دي.

په ۱۷مه پېړۍ کې یو ستر فلسفي رنه دکارت د ډوالیزم (دويي) لوی پلوی وو. ډوالیزم هغه نظریه ده چې وايي، کاینات له دوو داسې واحدونو جوړ دی چې په بشپړ ډول له یو بل نه بېل دي او دا دوه واحدونه یو، ذهن او بل ماده ده. دکارت په دې اند و چې ذهن (یا روح) په بشپړ ډول له فزیکي بدن نه بېل دی او هېڅ کومه اړیکه یا ارتباط ورپورې نه لري.

تر دې لا مهمه دا ده چې دکارت په دې باوري نه و چې دغه دوه-ایزم په حیواناتو کې هم وجود لري. په بل عبارت، د ده په اند پیشو یا سپی یوازې یو ماشین دی: که څه هم خورا پېچلی ماشین ، خو بیا هم یو ماشین دی. یادې نظریې د مصنوعي ځیرکتیا پلویانو ته یوه ستره هیله او تمه ورکړه چې که کافي کمپیوټري ځواک سره یو ځای کړو او په سم ډول يې پروګرام کړو، نو یو ماشین کولی شي چې کټ مټ د یوه حیوان په څېر چلند وکړي، او یا حتی انسان وزمه چلند وکړي.

موږ چې دلته پر فلسفې خبرې وکړې، له دې امله و چې مصنوعي ځیرکتیا چې نن ورځ له کومو پوښتنو سره مخ ده، په فلسفه کې هم هغه پوښتنې له نن نه ډېر پخوا راپورته شوې او فلسفې يې د ځوابولو هڅه هم کړې ده. خو نن ورځ چې علومو ترقي او پېشرفت کړی او د فلسفې له چتر نه یې ځان ویستلی، د دې پوښتنو د علمي ځواب لپاره د مصنوعي ځیرکتیا څېړونکي او زده کوونکي د ادراکي علومو په څېر پوهنو ته مخه کوي او خپل ځوابونه همالته لټوي. بله خبره دا ده چې د مصنوعي ځیرکتیا په څېړنو کې باید د معاصرې ټکنالوژۍ رول او اغېز هم له پامه ونه غورځوو.

۸- ژبپوهنه

ژبپوهنه د ژبې علمي او ساینسي څېړنه او سپړنه ده. د بشري ژبو څېړنه په مصنوعي ځیرکتیا کې هم لوی لاس لري. د کمپیوټر له ایجاد سره د ژبو یو بل ډول هم منځته راغی، چې کمپیوټري ژبې يې بولي. د کمپیوټري ژبو مثلاً جاوا او لیسپ بالعکس بشري ژبې خورا پېچلې او له داسې کږلېچونو او جنجالونو ډکې دي چې تقریباً هر هغه څوک (انسان یا کمپیوټر) چې د ژبو له استعمال سره بلدتیا او تجربه ونه لري، ممکن په دام کې يې ونښلي.

دغه پېچلتیا او د مصنوعي ځیرکتیا په هکله د څېړونکو مثبت ګرايي د دې لامل شوه چې د طبیعي ژبو پروسېس د مصنوعي ځیرکتیا په اولنیو ورځو کې د څېړنې یو مشهور ډګر وګرځي.

د طبیعي ژبو د پروسېس په باره کې یو څه مثبت ګرايي د نوام چامسکي له لیکنو وزېږېده، چې په ۱۹۵۰ کلونو کې يې د نحوي جوړښتونو تیوري وړاندیز کړه. د نحوي جوړښتونو تیوري د انساني ژبې د ساختمان یا جوړښت شکلي تیوري ده. د نوموړي تیوري د ژبپوهنې پر اساس انساني ژبې ته د جوړښت ورکولو هڅه هم وه.

د ژبپوهنې او مصنوعي ځیرکتیا ترمنځ خورا نږدې اړیکه وجود لري او د طبیعي ژبې د پروسېس په څېړلو کې دغه دواړه څانګې يو بل ته لاس ورکوي او په ګډه مخکې ځي.

۹- بشري ارواپوهنه او بیالوژي

ارواپوهنه د انساني ذهن مطالعه ده او بیالوژي پخپله د انسان بدن څېړي. که زه د دکارت غوندې د ذهن او روح ترمنځ توپیر ونه کړم، نو ویلی شم چې ارواپوهنه روح او بیالوژي جسم څېړي. پوښتنه دا ده چې د ذهن (روح) مطالعه او د انساني بدن څېړنه، له مصنوعي ځیرکتیا سره څه تړاو لري؟ او کومه ګټه به ورته ورسوي؟

ښکاره خبره ده چې ځینې تخنیکونه، مثلاً د لټون الګوریتمونه د انسان له هېڅ ډول بیالوژیکي یا اروايي چارې سره اړخ نه لګوي. د لټون الګوریتم د کمپیوټري ژبې او ډېټا سټرکچرونو په مرسته جوړېږي، نو له بیالوژیکي یا اروايي چارې سره يې څه؟ خو بل خوا د دې دواړو علومو ډېری داسې برخې شته چې له مصنوعي ځیرکتیا سره ډېر ښایسته تطابق کوي او په وده کې يې مرسته ورسره کوي. د مثال په ډول د مکلاچ او پیټ الکتروني نیورونونه، چې نن ورځ د عصبي شبکو (نیورل نیټورک) د جوړولو لپاره استعمالېږي، په مستقیمه توګه په داسې ډول رغېدلي، په څه ډول چې په انساني مغزو کې نیورونونه رغېدلي دي.

په همدې توګه د مصنوعي ځیرکتیا د څېړنو یوه لویه برخه له ادراکي ارواپوهنې سره اړیکه لري، چې په دې تیوري ولاړې دي چې د انسان ماغزه له پوهې یا معلوماتو استفاده کوي، او دغه معلومات د پروسېس قابلیت لري، تر څو پرابلمونه حل کړي، پرېکړې وکړي، استنتاج ترسره کړي او ځیرک اعمال سرته ورسوي.

د ارواپوهنې دغه څانګه له چلندي ارواپوهنې سره په ټکر کې وه. د چلند ارواپوهنه د شلمې پېړۍ تر لومړۍ نیمايي پورې را وغځېده. د چلند ارواپوهنه چلند ته په مستقیم ډول له محرک سره تړاو ورکوي او هغې پوهې یا معلوماتو ته ارزښت ارزښت نه ورکوي چې په مغزو کې پرته ده. دا د ارواپوهنې هغه څانګه ده چې پاولف په خپلو هغو تجربو کې پرې خبرې وکړې چې پر سپو یې ترسره کړې وې.

ارواپوهنه په مصنوعي ځیرکتیا کې له یوه اړخه بې له شکه ډېره ګټوره ده، ځکه دې مهم سوال ته په ځواب ویلو کې له موږ سره مرسته کوي چې ((ځیرکتیا څه ده؟)) موږ تر مخ هم ولیدل، چې دا یوه مغلقه پوښتنه ده، خو کله چې د دې پوښتنې د ځوابولو هڅه کوو، نو ارواپوهنه داسې پرېمانه معلومات زموږ مخې ته ږدي چې د مصنوعي ځیرکتیا تر شا د شته نظریاتو د رامنځته کولو لپاره ضرور او ګټور دي.

د ارواپوهنې رول به دومره هم نه را لنډوو، موږ چې د ارواپوهنې له برکته ځیرکتیا وپېژندله او په مصنوعي ځیرکتیا کې مو تطبیق کړه، ورپسې پړاو د احساساتو پېژندنه او یو روبوټ په احساساتو سمبالول هم دی.

۱۰- د مځ (مصنوعي ځیرکتیا) پروګرامي ژبې

موږ چې خبرې کوو، له ژبې استفاده کوو او په دې ډول پوهاوی او پوهېدنه ترسره کوو. له کمپیوټر سره چې افهام و تفهیم کوو، له ژبې پرته امکان نه لري. په بنسټي ډول، د کمپیوټر اساس و بنیاد په ژبه ایښودل شوی، چې باینري ژبه يې بولي. موږ چې له کمپیوټر سره په کومه ژبه کې خبرې کوو، یا کمپیوټر پرې پخپله خبره پوهوو، کمپیوټري یا پروګرامي(programming)  ژبې بلل کېږي.

لوی شمېر پروګرامي ژبې شته چې د مصنوعي ځیرکتیا د سیسټمونو د ایجاد لپاره استعمالېږي. د پروګرام لیکنې عمومي ژبې مثلاً سي پلس پلس او جاوا له دې امله زیاتې استعمالوو چې دا هغه ژبې دي چې ډېری کمپیوټرپوهان یې تجربه او بلدتیا لري. البته دوه داسې پروګرامي ژبې هم شته چې له داسې ځانګړنو برخمنې دي چې په ځانګړې توګه د مصنوعي ځیرکتیا د پروژو د پروګرام کولو لپاره ګټورې او مفیدې دي، چې یوه پرولوګ او بله لیسپ ده.

۲-  ګټې او محدودیتونه

۱- پېژندنه

د مصنوعي ځیرکتیا ابتدايي تاریخ له پراخه مثبت ګرايي ډک وو – داسې مثبت ګرايي چې تر نن ورځې پورې يې څرکونه نه لیدل کېږي. په دې څپرکي کې به د قوي مصنوعي ځیرکتیا (دا نظریه چې کمپيوټر د دې وړتیا لري چې ذهني حالتونه خپل کړي) پر وړاندې ځینو دلایلو ته کتنه وکړو او په نن ورځ کې به د مصنوعي ځیرکتیا اغېز او نفوذ ته اشاره ولرو او دا به روښانه کړو چې مصنوعي ځیرکتیا ولې د علم یو مهم ډګر ګرځېدلی.

په دې سربېره په دې به هم خبرې ولرو چې د مصنوعي ځیرکتیا ټولنه تر کوم بریده د خپلو هغو اهدافو په ترلاسه کولو کې کامیابه شوې چې پر شونتیا يې څو پېړۍ دمخه لا باور کېده. په تېره بیا دې ته به هم کتنه وکړو چې د «هال» په نوم کمپیوټر چې په ((۲۰۰۱: فضايي اودیسه)) ساینسي افسانې فلم کې ښودل شوی، د نن ورځې د ټکنالوژۍ په مرسته امکان لري او که نه؟

دغه راز د مصنوعي ځیرکتیا نفوذ ته به هم کتنه وکړو او وبه ګورو چې نن ورځ یانې په یوویشتمه پېړۍ کې مصنوعي ځیرکتیا په څه ډول استعمالېږي؟

۲- چینايي خونه

پیل به يې د قوي مصنوعي ځیرکتیا پر وړاندې د شته نیوکو له تجزیې وکړو او د جان سارل د چینايي خونې استدلال به تر بحث لاندې ونیسو.

امریکايي فلسفي جان سارل د قوي مصنوعي ځیرکتیا د ملاتړو پر خلاف ډېر پیاوړی استدلال کړی. د قوي مصنوعي ځیرکتیا پلویان په دې باور دي چې هغه کمپیوټر چې په کافي اندازه په ځیرک ډول چلند وکړي، کولی شي چې په واقعیت کې هم ځیرک اوسي او تر ډېره هماغسې شعور یا ذهني حالتونه ولري، چې یو انسان یې لري.

د دې یو مثال دا دی چې د ډېټا سټرکچرونو چې سکرپټونه بلل کېږي، په استفاده د دې شونتیا شته چې داسې یو سیسټم ایجاد شي چې یوه کیسه ورکول شي او بیا دا سیسټم د کیسې په باره کې ځینې پوښتنې ځواب کړي. مثلاً سیسټم ته د یوه سړي په باره کې کیسه وشي چې په رستورانت کې د شپې ډوډۍ خوري او کومې پوښتنې چې ترې کېږي هغه به هم یو څه پېچلتیا او ګونګتیا لري. د قوي مصنوعي ځیرکتیا ملاتړي ادعا کوي چې هغه سیسټمونه به ځیرک وي چې وکولی شي دغه وړتیا تر نورو کیسو او نورو پرابلمونو پورې هم وغځوي. په دې معنا چې د نورو کیسو په باره کې هم پوښتنې ځوابولی وشي او نور مسایل هم حل کړي.

د سارل د چینايي خونې تجربه پر همدې نظريې بنا ده او لاندې پرې خبرې کوو:

په خونه کې یو انګلیسي ژبی ناست دی. نوموړی له انګلیسي پرته په بله هېڅ ژبه خبرې نه شي کولی او دا وړتیا خو هېڅ نه لري چې چینايي ژبه ولولي، خبرې پرې وکړي او یا پرې پوه شي.

په خونه کې له انسان سره یو شمېر کارتونه پراته دي، چې چینايي نښې پرې کښل شوې او یو شمېر لارښوونې دي چې په انګلیسي ژبه لیکل شوې.

د خونې له یوه غار نه په چینايي ژبه کې خونې ته یوه کیسه اورول کېږي او د کیسې په باره کې یو څو پوښتنې هم کېږي. په خونه کې ناست سړی چې کومې لارښوونې لري د هغو له مخې کولی شي چې د هغو کارتونو په استفاده دې پوښتنو ته ځوابونه برابر کړي او له هماغه غار نه خپل ځوابونه پوښتونکي ته وسپاري.

که دغه سیسټم په سمه توګه ورغول شي، نو د پوښتنو ځوابونه به د دې لپاره کافي وي چې پوښتونکی په دې باوري شي چې خونه (یا د خونې دننه شخص) په رښتیا په کیسې، پوښتنو او خپلو ځوابونو پوه شوی دی.

د سارل استدلال ډېر ساده دی. په خونه کې ناست سړی په چینايي ژبه نه پوهېږي. د کارتونو ټوټې په چینايي ژبه نه پوهېږي. پخپله خونه هم په چینايي نه پوهېږي، خو بیا هم سیسټم د یوه کل په توګه د دې وړتیا لري چې له ځانه داسې خصوصیات ښکاره کړي چې مشاهده کوونکی په دې عقیده شي چې سیسټم (یا یوه برخه یې) په چینايي ژبه پوهېږي.

دا په دې معنا ده، چې یو کمپیوټر چې په ځیرک ډول چلند کوي، ضرور نه ده چې پوهه، شعور او واقعي ځیرکتیا دې هم له ځانه وښيي.

دغه لیدلوری په ښکاره د ټیورنګ له زاویې سره ټکر لري. ټیورنګ ویل چې هغه کمپیوټر چې یو انسان غلط کړي او دا فکر ورباندې وکړي چې کمپیوټر هم یو انسان دی، نو هغه کمپیوټر به په رښتیا ځیرک وي.

د سارل د چینايي خونې استدلال ته یو ځواب یا غبرګون «سیسټم ریپلای» وو. دلته ادعا وشوه چې په خونه کې ناست انسان په چینايي ژبه نه پوهېږي، خو پخپله خونه پرې پوهېږي. یا داسې ویلی شو چې د خونې، انسان او چینايي نښو د کارتونو ترکیب د دې وړتیا لري چې په چینايي کیسه پوه شي. په دې سربېره هم د سارل په استدلال لوی شمېر انتقادونه شوي او دغه بحث و مجادله لا هم روانه ده.

د قوي مصنوعي ځیرکتیا پر وړاندې یو شمېر نور انتقادونه هم شته. «هالټینګ یا بندېدونکی پرابلم» او د ګوډل د نابشپړتیا قضیه راته وايي چې ځینې داسې چارې شته چې کمپیوټر د هغو د محاسبه کولو لپاره نه شي پروګرامېدلی او د دې پایله دا راوځي چې دا ناممکنه ده چې یو کمپیوټر دې د ټولو هغو محاسبو د سرته رسولو لپاره پروګرام شي چې د حقیقي شعور لپاره پکار دي. دا یو پېچلی استدلال دی او دې ادعا ته یو ممکنه ځواب دا دی چې انساني مغز په اصل کې یو کمپیوټر دی. او که څه هم هالټینګ پرابلم زموږ ماغزه محدودوي، خو بیا هم له ځیرکتیا برخمن دي.

دا ادعا چې انساني ماغزه یو کمپیوټر ده، په زړه پورې خبره ده او پر همدې نظریې عصبي شبکې رغېدلې دي. د انفرادي نیورونونو د پروسېس ځواک چې سره یو ځای کړو، نو کولی شو چې داسې مصنوعي عصبي شبکې ایجادې کړو چې د خورا پېچلو مسایلو د حل وړتیا ولري، لکه د څېرو پېژندنه او داسې نور. د قوي مصنوعي ځیرکتیا پلویان ممکن استدلال وکړي چې دا ډول پرمختګونه د یوه برېښنايي انسان د جوړولو په لور تللي ګامونه دي، مګر بل خوا انتقاد کوونکي بیا دې ته اشاره کوي چې په دې روش یوازې ډېر کم شمېر مسایل حل کېدلی شي. په دې معنا چې دا ډول سیسټم نه یوازې هغه لوی شمېر پرابلمونه نه شي حل کولی چې انسانان يې حل کوي، بلکې له ځانه هېڅ داسې څه نه ښکاروي چې خوداګاهي یا شعور ته د رسېدو په معنا اوسي.

۳- هال: افسانه که حقیقت

د مصنوعي ځیرکتیا تر ټولو مشهوره افسانوي څېره په «۲۰۰۱: فضايي اودیسه» نومي فلم کې لیدل کېږي چې د آرتر کلارک په کیسه جوړ شوی.

د فلم یو مهم لوبغاړی هال دی، چې په تجربي میتودونو پروګرام شوی الګوریتمي کمپیوټر دی. په فلم کې هال له انسانانو سره تر ډېره پورې هماغسې چلند، خبرې او تعامل کوي، لکه انسان یې چې کوي (مګر دا چې تجسم يې انساني نه وي). خو د هال دغه انسانیت هغه مهال په افراط تبدیل شي، چې یو څه وخت وروسته په لېونتوب واوړي.

په فلم کې هال د شطرنج لوبه کولی شي، د خبرو پر مهال د انسانانو شونډې لوستلی شي او له نورو انسانانو سره خبرې اترې کولی شي. نن ورځ کمپیوټرونه له دې څخه د څومره کارونو وړتیا لري؟

اوسمهال د داسې کمپیوټرونو په ایجاد کې ډېر زیات پرمختګ شوی چې د شطرنج لوبه کولی شي. په ۱۹۹۷ کې، ډيپ بلو(deep blue)  د شطرنج نړیوال اتل ګاري کاسپروف ته ماتې ورکړه.  خو دغه بریا د انسان لپاره د شطرنج په لوبه کې د اعظمي قابلیت د پای ټکی نه و، ځکه چې دغه بریا دومره اطمینان بښونکې نه وه او بیاځلې تکرار نه شوه. شطرنج کوونکي کمپیوټرونه د دې وړتیا لري چې د شطرنج زیاتره انساني لوبغاړو ته ماتې ورکړي، خو کومو کسانو چې دا وړاندوینه کوله چې د شطرنج کمپیوټرونه به آن تر ټولو غوره انساني لوبغاړو هم برتر او اعلی واوسي، تر ننه پورې په غلطه دي.

په ځینو لوبو مثلاً په Go کې د نړۍ تر ټولو بهترین کمپیوټرونه هم یوازې دومره وړتیا لري چې د یوه متوسط انساني لوبغاړي په سویه لوبه وکړي. دغه لوبه دومره پېچلې ده چې آن تر ټولو غوره تجربي میتودونه او د مصنوعي ځیرکتیا تخنیکونه هم د دې وړتیا نه لري چې کمپیوټر د دې جوګه کړي چې د تر ټولو غوره انساني لوبغاړو وړتیاوو پورې ورسېږي.

بل واضح ټکی دا دی چې تر دې دمه هېڅ داسې کمپیوټر نه دی ډیزاین شوی چې په ټیورنګ ازمایښت کې بریالی شي او په بشپړه توګه داسې محاوره وکړي چې له انسان سره يې توپیر ونه شي، او هېڅ داسې څرک يې هم نشته چې دا ډول پروګرام به په نږدې راتلونکي کې ډیزاین شي.

د شونډو د خوځښت له مخې د یو چا خبرې ترجمه کول یوه داسې وړتیا ده چې ډېر لږ انسانان يې لري. دغه چاره په ځان کې مغلق مسایل لري: لومړۍ مساله دا  ده چې د شونډو له جوړښت (شکل) څخه اوازونه وپېژندل شي. د انسان د شونډو د جوړښت تفسیرول هم ناشونی کار نه دی او د دې امکان شته چې عصبي شبکه د دا ډول پرابلم د حل لپاره وروزل شي. په دې برخه کې بله ستونزه دا ده چې اوازونه له کلماتو سره ترکیب شي، چې دا هم دومره پېچلې مساله نه ده او کولی شو چې د لغاتونو یوه پراخه زېرمه ورکړو او دغه ستونزه حل کړو او بالاخره، هال دې ته هم اړتیا لري چې کلمات په هماغه ډول ترجمه او ځان پرې پوه کړي، څنګه یې چې د کلماتو د اورېدو پر مهال ژباړي او ځان پرې پوهوي.

هغسې چې په فلم کې ښودل شوي، هال یو شمېر داسې وړتیاوې لري چې نن ورځ مصنوعي ځیرکتیا، کمپیوټرونه پرې سمبال کړي دي، خو یقیناً ټوله قضیه په دې ډول نه ده چې داسې کمپیوټرونه دې وجود ولري چې دغه ټولې وړتیاوې دې ولري او په تېره د انسان په څېر د افهام او تفهیم قابلیت دې ولري. بالاخره، دا چې یو کمپیوټر دې لېونی شي، تر اوسه ډېره لرې ده، خو ممکن یو نه یو ډول تخنیکي ستونزه (malfunction) د دې سبب شي چې یو کمپیوټر له ځانه د لېونتوب نښې او ځانګړنې ښکاره کړي.

مصنوعي ځیرکتیا په نورو فلمونو کې هم په لویه کچه انځور شوې. د سټیفن سپیلبرګ فلم «مځ: مصنوعي ځیرکتیا» یې یوه ښه بېلګه ده. په دې فلم کې ښځه و مېړه د خپل ورک زوی د ځای ډکولو لپاره یو روبوټي هلک پېري. د فلم د لیدونکو ټوله خواخوږي دې روبوټي هلک ته ځانګړې وي چې احساسات لري او په اصل کې له انسانه ډېر هوښیار نه وي، خو په ظاهر کې د انسان په اندازه هوښیار ښکاري. همدا قوي مصنوعي ځیرکتیا ده، او ممکن دا به د مصنوعي ځیرکتیا د ځینو تحقیقاتو اعظمي هدف وي، خو د مصنوعي ځیرکتیا آن تر ټولو زیات مثبت ګرا پلویان به هم په دې سره یوه خوله وي چې تر راتلونکې يوې پېړۍ پورې هم د دې هدف د ترلاسي امکان نه لیدل کېږي.

۴- مصنوعي ځیرکتیا په شلمه پېړۍ کې

مصنوعي ځیرکتیا زموږ په چاپېر کې هره خوا شتون لري. مثلاً مبهم (fuzzy) منطق د کالیو وینځلو په ماشینونو، موټرونو او د لیفټ د کنټرول په میکانیزمونو کې په پراخه توګه کارول کېږي. (په یاد لرئ، هېڅ څوک دا ادعا نه شي کولی چې د دې په پایله کې دغه ماشینونه ځیرک دي او یا کوم ورته والی ورسره لري! په دې ماشینونو کې یوازې هغه تخنیکونه استفاده شوي چې د کنټرول د ساده ميکانيزم په پرتله تر دې لا ډېر ځیرک برخورد کولی شي.)

یو بل مثال يې ځیرک اجنټان دي. مثلاً داسې استازي شته چې د کمپیوټر د استفادې پر مهال له موږ سره د ستونزو په حل کې مرسته کوي او یا داسې استازي چې د انټرنټ پرمخ ګرځي او له موږ سره مرسته کوي چې خپل مطلوب اسناد پیدا کړو. د استازو فزیکي تجسم، چې روبوټونه یې بولو، هم په لویه کچه تر استعمال لاندې دي. روبوټونه د بحرونو او نورو سیارو د څېړلو لپاره استعمالېږي او داسې محیطونو ته د تلو وړتیا لري چې د انسانانو لپاره ناسازګار وي. خو خبره لا هم هغسې نه ده چې یو وخت يې وړاندوینه کېدله چې مثلاً روبوټونه به په کورونو کې د توکو د لېږد، یا له ماشومانو سره د لوبېدلو لپاره وکارول شي. مګر د سوني شرکت AIBO روبوټي سپي او دې ته ورته نورو لوبتوکو اوسمهال په همدې لاره مزل پیل کړی دی.

ډاکټران اوس له کارپوه سیسټمونو څخه د ناروغیو د مغلقو علایمو په تشخیص کې مرسته اخلي یا د داسې قضیو په درملنه کې ترې استفاده کوي چې انساني متخصصین ستونزه پکې لري.

د مصنوعي ځیرکتیا سیسټمونه په لوی شمېر صنعتونو کې هم استعمالېږي، د سفر له اجنټ سره د مناسبو رخصتیو له انتخاب نه نیولې، بیا تر دې پورې چې فابریکو ته دا وړتيا وربښي چې د خپلو ماشینونو لپاره مهالوېش وټاکي.

مصنوعي ځیرکتیا په هغو شرایطو کې لا ډېره ګټوره وي چې هلته دودیز میتودونو ډېر ورو کار کوي. د همغږۍ مسایل، مثلاً د استادانو او زده کوونکو لپاره د ټولګیو مهالوېش ټاکل د کمپیوټر ساینس د دودیزو تخنیکونو په مرسته په ښه ډول نه حل کېږي. په داسې قضیو کې تجربي میتودونه او د مصنوعي ځیرکتیا تخنیکونه خورا عالي حل لارې په لاس راکوي.

ډېری کمپیوټري ګېمونه هم د مصنوعي ځیرکتیا په اساس ډیزاین شوي. د دې لپاره چې یوه لوبه واقعیت ته لا ډېره نږدې شي، د «جمهوریت: انقلاب» په نوم یوه ګېم کې چې په ۲۰۰۳ کې بازار ته وړاندې شو، د میلیونونو په شمېر مصنوعي ځیرکتیاوې استفاده شوې وې، چې هر یو یې له نړۍ او د ګېم له لوبغاړي سره د تعامل وړتیا لرله، او د دې قابلیت يې درلود چې د ګېم لوبغاړي یو شمېر عملیات پرې ترسره کړي.

امکان شته چې مصنوعي ځیرکتیا به زموږ په معاشره کې لا ډېر نفوذ ومومي. او دا چې له وخت سره به موږ داسې مصنوعي ځیرکتیا وپنځولی شو چې په رښتیا ځیرک وي او که نه، خو داسې کمپیوټرونه، ماشینونه او نور توکي به مو خامخا مخې ته راشي چې ډېر زیات ځیرک به برېښي – که نور نه وي نو د خپل چلند له مخې خو به ارومرو ځیرک ښکاري.

لومړۍ برخه

د مصنوعي ځیرکتیا پېژندنه | رحمت شاه فراز

04

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...