Homeداسې هم شتهساینسهغه پروژه چې په هوايي سفر کې لوی بدلون راولي

هغه پروژه چې په هوايي سفر کې لوی بدلون راولي

تاند (سې شنبه، د کب/ حوت ۱۴مه) د «کلایمت ایمپلس» پروژې پرمختیايي ډلې اعلان وکړ چې د داسي الوتکې په جوړولو او ډیزاین کولو کې یې پرمختګ کړی چې په اوبلن هایدروجن چلیږي.

دا پروژه د هوايي چلند په صنعت کې انقلاب راوستلی شي.

د هوايي چلند د صنعت بدلون
برتران پیکار، چې د هوايي چلند له مخکښانو څخه دی، له خپلو همکارانو سره په فرانسه کې د اتلانتیک سمندر پر غاړه په یوه ورکشاپ کې پر داسې الوتکې کار کوي چې د هوايي چلند صنعت ته نوی لوری ورکولی شي.

لس کاله وړاندې، پیکار په دې هدف د لمر پر بریښنا د چلیدونکې الوتکې په وسیله تر نړۍ راوڅرخېده، چې د اقلیمي بدلون بحران ته د خلکو پام را واړوي. سره له دې چې دې سفر پراخ انعکاس درلود، خو د هوايي چلند په صنعت کې یې کوم لوی بدلون رانه وست.

اوس دا ۶۶ کلن سویسي څېړونکی غواړي یو بل ګام واخلي او دا ځل د خورا سوړ مایع هایدروجن په کارولو سره داسي الوتنو ته لار ومومي چې چاپېریال ته ضرر نه لري.

بې دمې تر دنیا راګرځېدل

د «کلایمت ایمپلس» پروژې څېړونکي، چې د تیر کال له فبرورۍ کار پیل کړی، پلان لري چې یوه دوه‌کسیزه الوتکه، چې سونګ یې شین هایدروجن وي، په ۹ ورځو کې پرته له تم کیدو، د نړۍ شاوخوا راوګرځوي.

شین هایدروجن د اوبو د مالیکولونو د تجزیې له لارې له بادي یا لمریزې بریښنا څخه تولیدېږي، چې دا پروسه الکترولیز نومېږي.

د دې الوتکې جوړونکي ټیم، چې د ایربس شرکت او د بلجیکي «سولوي» څېړنیز مرکز ملاتړ ورسره دی، د خپلو پرمختګونو راپور وړاندې کړ.

«کلایمت ایمپلس» کله الوتنه کوي؟

د دې الوتکې لومړنۍ ازمیښتي الوتنې د راتلونکي کال لپاره پلان شوي، خو د نړۍ له شاوخوا څخه به تر ۲۰۲۸ کال پورې نه راڅرخي.

د الوتکې ځانګړتیاوې:

  • د ایربس A320 په اندازه (۳۴ متره اوږدوالی)
  • ۵.۵ ټُنه وزن
  • په ساعت کې ۱۸۰ کیلومتره سرعت
  • لوړوالی / ارتفاع ۳ زره متره

هایدروجن سونګ او تخنیکي ننګونې

دا الوتکه د خورا سوړ مایع هایدروجن د مدیریت لپاره ځانګړي ټانکونه لري، چې تر وزرونو لاندې ځای پر ځای شوي. هایدروجن له دې ټانکونو څخه ازادېږي، د سونګ حجرو ته داخلیږي، هلته بریښنا تولیدوي، او بیا د الوتکې انجن چلوي.

لویې تخنیکي ننګونې:

  • د اوبلن هایدروجن ټیټه درجه (-۲۵۳ سانتي‌ګراد) وساتل شي.
  • د سونګ موثره کارونه مدیریت شي.
  • د لیکو مخنیوی، ځکه چې مایع هایدروجن ډېره اور اخيستونکې ماده ده.

د هایدروجن الوتنو راتلونکی؟

هایدروجن تراوسه د فضايي راکټونو لپاره کارول شوی، خو د سوداګریزو الوتکو لپاره یې کارونه نوی پرمختګ دی.

د رولند برګر مشورتي شرکت د هوايي چلند متخصص نیکیل ساچدوا، وايي:

«د هوايي چلند صنعت لا تر اوسه هغه انقلاب نه دی تجربه کړی، لکه ټیسلا چې د موټر جوړولو صنعت ته راوست.»

سره له دې، چې د مایع هایدروجن کارونه تخنیکي ستونزې لري، خو پیکار ټینګار کوي چې باید دا لاره وازمويل شي، څو د هوايي چلند راتلونکی چاپېریال ته دوستانه شي (یعني چاپېریال ته مضره نه وي).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...