Homeخبرونهچمپینز ټرافي؛ افغان ملي لوبډله نن له انګلنډ سره مخامخ ده

چمپینز ټرافي؛ افغان ملي لوبډله نن له انګلنډ سره مخامخ ده

تاند【چهارشنبه د کب ـ حوت ۸مه】افغان کرېکټ ملي لوبډله نن (چهارشنبه، د کب ۸مه) د اتلانو جام سیالیو کې د انګلستان پر وړاندې لوبه کوي.

دغه لوبه د افغانستان پر وخت ماسپښین ۱ نیمه بجه د پاکستان په لاهور لوبغالي کې پیلیږي.

افغانستان تر دې وړاندې خپله لومړنۍ لوبه د جنوبي افریقا پر وړاندې وبایلله.

پرون په یادو لوبو کې د اسټرالیا او جنوبي افریقا ترمنځ لوبه د باران له امله ونشوه.

اوس افغانستان دوهم پړاو ته د وتلو لپاره اړ ده چې خپلې پاتې دواړه لوبې وګټي.

بل لورته په دې لوبو کې کوربه پاکستانۍ لوبډله هم تر پرلپسې دوه ماتو وروسته له لوبو بهر شوه.

افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ډاډ څرګند کړی چې نننۍ لوبه به ګټي او پیاوړي به را څرګنديږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...