پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهکندهار؛ د چت غورځېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ تنه مړه...

کندهار؛ د چت غورځېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ تنه مړه شوي

تاند【سه شنبه د کب ـ حوت ۷مه】په ‏کندهار ولایت کې د شدید باران له امله د یوه کور چت رالوېدلی چې، له امله یې پنځه تنه مړه شوي او درې نور ژوبل دي.

په یاد ولایت کې له پېښو سره د مبارزې رياست نن سه‌شنبه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې، د مرکز اوومې ناحیې اړوند په کوبي سیمه کي د یوه کور د چت نړېدلی او له امله یې په پېښه کې پنځه تنو ژوند بایللی دی.

سرچینه زیاتوي چې، د پنځمې ناحیې اړوند په ښوراندام سیمه کې هم يوه نجلۍ اوبو وړې او مړه شوې ده.

سرچینه کاږي چی په دې پېښو کې درې تنه ژوبل شوي او روغتیايي حالت يې نازک ښودل شوی دی.

ځایي طالب چارواکو ويلي، چې په مړو او ژوبلو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د افغانستان د یو شمېر ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې ډېری وخت د شدیدو بارانونو له امله خلک زیات ویني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...