تاند (سې شنبه، د کب/ جوت ۷ مه) د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال، ملا عبدالغني برادر، وايي چې د حيرتان-هرات د ریللارې د پلان شوې پروژې سروې به، چې لګښت یې ازبکستان ورکوي، په لسو ورځو کې کار پیل شي.
هغه همداراز وویل چې ازبکستان افغانستان ته خپلې صادراتي برېښنا بیه ۳۰ میلیونه ډالره کمه کړه، او له دې سره افغانستان ته دازبکستان د برښنا پیسې ۲۲۲ میلیون ډالرو ته راټیټې شوې دي.
ملا عبدالغني برادر دا اعلان ازبکستان ته له دوه ورځني سفر وروسته وکړ.
د دې ریللارې پروژه به له اوسنۍ هغې څخه چې د حیرتان او مزارشریف ترمنځ غځول شوې ده، پیل شي او بیا به تر هرات پورې به وغځول شي. د دې پروژې لومړۍ مرحله، چې د حيرتان او مزارشریف ترمنځ ۷۵ کیلومتره پټلۍ ده، په ۲۰۱۰ کال کې د اسیا پراختیايي بانک په مالي مرسته بشپړه شوې وه. اټکل کېږي چې دا ریللار به د منځنۍ آسیا او منځني ختیځ ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې کړي.
ملابرادر د تاشکند د سفر په ترڅ کې د ازبکستان له صدراعظم عبدالله عریپوف او مرستیال صدراعظم جمشید خداییوف سره وکتل، څو د سوداګرۍ، انرژۍ، هوايي چلند، او بنسټیزو تاسیساتو په اړه خبرې وکړي. برادر وویل چې ازبکستان موافقه وکړه چې د دوبي په موسم کې افغانستان ته د برېښنا صادرات زیات کړي او تعرفې راټیټې کړي.
د طالبانو د سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزيزي،چې له ملاعبدالغني برادر سره ازبکستان ته یوځای تللی وو، وویل چې له ازبک چارواکو سره په کتنو کې د سوداګرۍ او بانکي همکاریو، او همداراز له حيرتان څخه تر سپين بولدک پورې د ریللارې د جوړولو د احتمال په اړه هم خبرې وشوې. سربېره پر دې، ازبکستان به د افغان کرنیزو صادراتو پر محدودیتونو بندیزونه لیرې کړي او د دواړو هېوادونو په لویو ښارونو کې به څلور سوداګریز مرکزونه جوړ کړي.