پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهطالبان وايي، بریتانیايي جوړه به ژر خوشي کړي

طالبان وايي، بریتانیايي جوړه به ژر خوشي کړي

تاند (سې شنبه، د کب/ حوت ۷ مه) طالبان وايي، هغه بریتانیايي جوړه چې په افغانستان کې نیول شوې، ژر به خوشي شي.

پیټر رینولډز، چې ۷۹ کلن دی، او د هغه مېرمن باربي، چې ۷۵ کلنه ده، د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په داسي حال کې چې په بامیان ولایت کې خپل کور ته روان وو، له یوه امریکايي وګړي او افغان ترجمان سره یو ځای ونیول شول.

دا جوړه له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې په افغانستان کې اوسي او له ۲۰۰۹ کال راهیسې د روزنیزو پروګرامونو چارې پرمخ وړي، چې پکې یو پروګرام د میند‌و او ماشومانو روزنه ده.

د طالبانو ویاند، عبدالمتین قانع، ویلي: «یو شمېر ملاحظات په پام کې نیول شوي دي، او تر ارزونې وروسته به هڅه وکړو چې هغوی ژر تر ژره خوشې کړو.»

د دوی د نیولو د دلیل په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې جوړې له کورنۍ سره همکاري کوي.

یوه کارکوونکي، چې له دوی سره یې په “ریبلډ” روزنیزه موسسه کې کار کړی، ویلي چې ښاغلي رینولډز ته د زړه د درملو اجازه نه ده ورکړل شوې او د هغه روغتیایي حالت «ښه نه دی.»

ده زیاته کړه: «طالبانو د پیټر یا د ریبلډ موسسې له خوا هېڅ ډول قانوني سرغړونه نه ده لیدلې، خو بیا یې هم هغوی بې له کوم جرم یا ګناه بنديان کړي دي. داسې ښکاري چې که پیټر او باربي ژر خوشې نه شي، پیټر ښايي سا ورکړي، ځکه هغه درملو ته اړتیا لري، خو طالبانو ورته اجازه نه ده ورکړې.»

دغه کارکوونکي، چې د دې بریتانیايي جوړې پېژندګلوي یې کړې، وویل: «دا تر ټولو درانه خلک دي چې ما په خپل ژوند کې لیدلي دي.»

ده همداراز وویل: «له هغه راهیسې چې امریکا مالي مرستې بندې کړي دي، طالبان هڅه کوي چې بهرني کسان یرغمل ونیسي، څو له لوېدیځو حکومتونو څخه امتیازات ترلاسه کړي.»

1 COMMENT

  1. ده همداراز وویل: «له هغه راهیسې چې امریکا مالي مرستې بندې کړي دي، طالبان هڅه کوي چې بهرني کسان یرغمل ونیسي، څو له لوېدیځو حکومتونو څخه امتیازات ترلاسه کړي.»
    دا د اسلامی امارت پوری درواغ تړرل شویدی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...