سرچینه: الجزییره
- پاکستان د “سختدریځو د تشدد” پر ضد د مبارزې لپاره نوې تګلاره اعلان کړې، چې پکې د پوهنې په نصاب کې بدلونونه، د دیني ارزښتونو او د ټولنیزو رسنیو له لارې عامه پوهاوی شامل دي. دا هر څه د پوځي اقداماتو تر څنګ ترسره کېږي، په داسې حال کې چې په دې هېواد کې خونړۍ حملې په زیاتېدو دي.
- خو ډېری شنونکي خبرداری ورکوي چې دا پلان ډېر پراخ، د جزئیاتو له پلوه کمزوری، او د عملي کولو له نظره ستونزمن دی، ځکه چې د دې مشري هغه پوځ کوي چې په اساسي ډول د نظامي ځواک کارولو ته لومړیتوب ورکوي. ځینې کارپوهان استدلال کوي چې دا نوې تګلاره، چې د افراطي تشدد د مخنیوي ملي تګلاره (NPVE) نومېږي، یوازې “زاړه شراب په نوې بوتل کې” دي. دا تګلاره، چې تېره اوونۍ څرګنده شوه، په داسې وخت کې جوړه شوې چې په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.
- په اسلام اباد کې د دېره څېړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS)، د معلوماتو له مخې، ۲۰۲۴ کال په تېرو نژدې لسو کلونو کې د پاکستان لپاره تر ټولو خونړی کال و. دغه معلومات ښيي چې په تېر کال کې ۲۵۲۶ کسان وژل شوي، چې پکې کابو ۷۰۰ امنیتي سرتېري، له ۹۰۰ زیات ملکیان، او شاوخوا ۹۰۰ وسلهوال شامل وو. د دغو بریدونو لویه برخه د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) کړي – دا هغه وسلهواله ډله ده چې له افغان طالبانو سره ایدیولوژیک تړاو لري او له ۲۰۰۷ کال راهیسې یې د پاکستان پر ضد وسلواله جګړه پيل کړې ده.
- که څه هم پاکستان له دې وړاندې هم د افراطیت ضد ورته تګلارې اعلان کړې وې، خو دا نوی ۷۱ مخیز سند [PDF] د ملي تروریزم ضد ادارې (NACTA) له خوا چمتو شوی، چې د استخباراتي معلوماتو راټولولو، د ګواښونو ارزونې، او د ترهګرۍ ضد ستراتیژیو مسوولیت لري. د دې ادارې د څېړنو او پرمختیا مشر ضیا ب ګیلاني وویل چې دا تګلاره له تېرو تګلارو سره ځکه توپیر لري چې پکې ټولنه د “سختدریځه تشدد” د مخنیوي برخه ګڼل شوې او له “غیر نظامي” لارو چارو هم کار اخیستل کېږي. د نظامي اصطلاحاتو له مخې، “کاینیتیک” تدابیر وسله والو او پوځي عملیاتو ته ویل کېږي.
- ضیاءب ګیلاني له الجزیرې سره په وروستۍ مرکه کې وویل: “د ترهګرۍ پر ضد جګړې موږ ته دا درس راکړ چې یوازې پوځي عملیات دوامداره حل نه دی. نظامي بریاوې یوازې لنډمهاله وي، ځکه چې دا د ترهګرۍ ریښې نه شي وچولی.” نوموړي زیاته کړه: “د ترهګرۍ اساسي عوامل او محرکات هېڅکله نه دي له منځه تللي، له همدې امله ترهګرۍ بیا بیا سر راپورته کړی، سره له دې چې لنډمهاله لاسته راوړنې موجودې وې.”
- پوځي عملیات او پخوانۍ تګلارې
پاکستان له تېرو شلو کلونو راهیسې له وسلهوال تاوتریخوالي سره مخامخ دی او د وسلهوالو ډلو پر ضد یې ګڼ پوځي عملیات کړي دي. په امریکا کې د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوولسمې له پېښې او د امریکا له خوا پر افغانستان له برید وروسته، پاکستان د طالبانو د مشرانو او د القاعده د غړو په پناهځای بدل شو. - کله چې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) فعالیتونه زیات شول، پوځ څو عملیات وکړل څو دغه ډله له منځه یوسي او بېرته پر سیمو کنټرول ترلاسه کړي. خو تر هغه وروسته چې په ۲۰۱۴ کال کې د پېښور پر آرمي پبلک سکول برید وشو او له ۱۴۰ زیات ماشومان پکې ووژل شول، حکومت د ترهګرۍ ضد ملي عمل پلان (NAP) جوړ کړ، چې د وسلوال بغاوت پر ضد لومړنی رسمي چوکاټ و. له هغه وروسته ورته نورې تګلارې هم پیل او تازه شوې. خو ګیلاني استدلال وکړ چې پخوانۍ تګلارې د بریدونو په ځواب کې وې او تر ډېره یې پر نظامي اقداماتو تمرکز کاوه، خو NPVE د مخنیوي او د ټولنې پر بنسټ د عمل کولو له کبله ځانګړې ده.
- هغه وویل: “د ټولنې ښکېلتیا د بریا لپاره ډېره مهمه ده. نظامي اقدامات د هغو ټولنو پر ذهنونو تل پاتې زخمونه پرېږدي چې له تاوتریخوالي سره مخامخ شوې دي، له همدې امله موږ د مخنیوي پر اقداماتو ټینګار کوو.”
- د تګلارې د پلي کېدو ننګونې
شنونکي په دې باور دي چې NPVE د نظامي او غیرنظامي ستراتیژیو تر منځ توازن رامنځته کړی – لږ تر لږه پر کاغذ – خو دوی خبرداری ورکوي چې د دې پراخې تګلارې پلي کول اسانه نه دي. - عبدالباسط، چې د سنګاپور د S Rajaratnam د نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې څېړونکی دی، وویل: “پاکستان د داسې تګلارو تاریخ لري چې له ښه نیت سره پيل شوې خو له دې امله ناکامې شوي چې خرابې عملي شوي دي. د دې تګلارې بریا به په دې پورې تړلې وي چې حکومت یې په سم ډول د عمليکولو ضمانت کوي او که نه.”