تاند【سه شنبه د کب ـ حوت ۷مه】ننګرهار ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر په یوه خبرپانه کې ویلي، تورخم کې د رامنځته شوې ستونزې حل او د لارې خلاصون په موخه د طالبانو د حکومت لوړپوړی پلاوی تورخم ته سفر کوي.
دغه پلاوی به پاکستاني لوري سره په رامنځته شوې ستونزې مخامخ خبرې وکړي.
د پلاوي په اړه واضحا څه نه دي ویل شوي چې څوک به پکې شامل وي.
پرون دوشنبه هم د ننګرهار مرستیال والي او تورخم کمیسار له پاکستاني لوري سره تر ناوخته ناسته کړې وه، خو بې پایلې پای ته ورسېده.
تورخم دروازه نن د څلورمې ورځې لپاره هم تړلې ده.
افغان لوری ادعا کوي چې پاکستان فرضي کرښې ته څېرمه دې غاړې د طالبانو د حکومت د تاسیساتو د جوړېدو په غبرګون کې دا دروازه تړلې ده.
د ننګرهار د رسنیو دفتر زیاتوي چې د دروازې دواړه غاړو ته سلګونه مسافر او بند پاتې موټر د دروازې خلاصون ته انتظار باسي.
وبه لیدل شي چې دا پلاوی کله ناسته کوي او د دروازې په خلاصون به بریالي شي که نه.