پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپاکستان، د تورخم دروازه د څلورمې ورځې لپاره هم تړلې

پاکستان، د تورخم دروازه د څلورمې ورځې لپاره هم تړلې

تاند【سه شنبه د کب ـ حوت ۷مه】نن څلورمه ورځ ده چې پاکستان د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.

‏تورخم کې د طالبانو کمیسار، عبدالجبار حکمت وایي، دا دروازه د څلورو شپو په تېرېدو لا هم پاکستاني لوري د هر ډول تګ – راتګ پر وړاندې تړلې ده.

حکمت زیاتوي، تېره ورځ یې د ننګرهار د مرستیال والي په مشرۍ له پاکستاني مسوولینو سره غونډه کړې وه خو بې پایلې پایته ورسېده.

هغه وایي چې پاکستاني لوري ترې غوښتنه کړې چې د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه دې تاسیسات نه جوړوي او هممهاله دې د پاکستان له لوري د تاسیساتو د جوړولو مخه هم نه نیسي.

د حکمت په خبره؛ د پاکستاني مسوولینو دا غوښتنه یې رد کړې چې په غبرګون کې هغوی د دروازې له پرانیستلو ډډه کړې ده.

تورخم دروازه څلور شپې وړاندې د پاکستان له لوري هغه مهال وتړل شوه چې، دې غاړې ته طالبان د تاسیساتو پر جوړولو بوخت وو.

د دروازې دواړه غاړې ته په سلګونه کسان او بار وړونکي موټر د تګ انتظار کوي.

2 COMMENTS

  1. څوک چې د خپل کلی زمریان وژني ، همداسې ګیدړې او پنجابیان به یې په بامونو ګرځي .
    که افغانان سره یو ځای او متحدشي ، کورني اختلافات حل او د پنجاب پخوانۍ دښمنۍ د خلقي ، پرچمي ، مجاهد ، طالب ، شورای نظار ، جنبشي ، حزبي ، وحدتي او … نورې ټاپې وهل هېر کړي، تول سره یو موټی او یو غږ شي . بیا پنجابی د کوم خیرک زوی او یا د چا ښځه ده ، چې مونږ پرخپله خاوره د امنیتي پوستو جوړولو ته نه پرېږدي؟

  2. د پاکستان مکرر تعرض، بمبارد و ښوده چی طالب حکومت نه استقلالیت لری او نه پر ټول هیواد تسلط. دوی بیا وایی چی مونږه 52 هیوادو ته ماته ورکړی. یوه پنجاب ته سر ټیټی یاستی، تاسو ښځی، میندی او خویندی د دروازو شاته لنګیږی منتظری دی چی څه وخت دروازه د ژوند خلاصیږی تر څو پاکستان ته واوړی. لعنت مو پری حکومتولی شه. خپل منځ که هم لکه سپی یو بل خوری ملایزم دی جوړ کړی کارونه مو ټول ملایانو خنځیرانو ته سپارلی د اسلام د نوم لاندی مو ظلم شروع کړی، خلک ټول تاسو څخه په تیښته کی دی. یو وار دا ژمی تیر شی خپل سقوط به د همدی پاکستان لخوا په خپلو سترګو وګوری خو دا ځلی به په پاکستان کی هم تاسو خرو ته ځای نوی. سړی شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...