Homeخبرونهاوکراینۍ رسنۍ: ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي

اوکراینۍ رسنۍ: ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي

تاند (چهارشنبه، د کب/ حوت ۸ مه) اوکرایني رسنۍ (کییف انډیپنډنت) وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین په تړاو هماغه تېروتنه تکراروي چې په افغانستان کې یې وکړه.

د دې رسنۍ پر اساس، وروسته له دې چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر وټاکل شو، پر بهرنۍ جګړې یې انتقاد وکړ او د هغې د پای ته رسولو غوښتنه یې وکړه، همداراز یې د متحدو ایالتونو له یو سیال سره، چې تر سختو بندیزونو لاندې و، یوه موافقه وکړه، خو خپل متحد یې د خپلې خاورې په اړه د سولې له خبرو بهر پرېښود. دا غمجن توافق مخالفي ډلې ته تسلیمېدا ګڼل کېده، چې هدف یې د شخړې ژر پای ته رسول و، نه د امریکا د متحدانو ملاتړ یا په سیمه کې اوږدمهاله ثبات.

که دا پېښه اشنا برېښي، علت یې دا دی چې دا هماغه څه دي چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې په افغانستان کې وشول، او اوس دا هغه څه دي چې اوکراینیان او د هغوی متحدان له روسیې سره د ورته معاملو له امله وېرېږي.

کله چې ټرمپ د انتخاباتي مبارزو پر مهال د اوکراین جګړې د پای ته رسولو ژمنې کولې، د بریتانیا د پارلمان غړي، مارک مارټین، وویل چې دا ژمنې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو له لارې سره “ډېر ورته والی” لري.

مارټین، چې په افغانستان کې یې خدمت کړی او د دې شخړې په اړه یې یو کتاب لیکلی دی، وايي: «دا توافق یوه معامله نه وه، بلکې تسلیمېدا وه او دا هماغه څه دي چې ټرمپ اوس غواړي د اوکراین په قضیه کې یې وکړي.»

د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په پای کې، د ټرمپ ډلې له طالبانو سره یو تړون لاسلیک کړ، چې په افغانستان کې یې د امریکا د شل کلن پوځي حضور پای ته رسیدا اعلان کړه. د هغه وخت افغان حکومت، چې د امریکا ملګری و، له دغو خبرواترو بهر پاتې شو.

د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، سره له دې چې طالبانو د تړون مطابق پر خپلو ژمنو عمل ونه کړ، دا یو له اساسي عواملو څخه و چې په ۲۰۲۱ کال کې کابل په حیرانوونکي ‌ډول سقوط وکړ.

مارتین وویل: «که څه هم دا پرتلنه به ډېره دقیقه نه وي، خو «هغه څه چې ورته دي، د امریکا د مشرتابه اصلي غریزه ده — چې دښمن ته لاس ورکړي او امتیازات ورکړي.»

ټرمپ له واک ته رسېدو راوروسته له روسیې سره په خبرو اترو د اوکرایني چارواکو اندېښنې زیاتې کړي دي. د ده دې ډول څرګندونو چې «په ناټو کې د اوکراین غړیتوب امکان نه لري او اوکراین ته د خپلې خاورې بېرته سپارل غیرواقعي هدف دی»، د اوکراین دریځ کمزوری کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...