Homeټولنیزد سوریې د ولسمشر میرمن، لطیفه الدروبي څوک ده؟

د سوریې د ولسمشر میرمن، لطیفه الدروبي څوک ده؟

ولي الله ملکزی

تیره اوونۍ د لومړي ځل لپاره هغه ګونګسې ګونګې شوې چې ویل کېدل د سوریې نوی ۴۳ کلن ولسمشر، څلور مېرمنې لري او ټولې په نقاب کې ګرځي. مېرمن لطیفه د حِمص ولایت د الدروبي په مشهورې کورنۍ کې زېږېدلی، په عربي ادب کې یې د ادلب له پوهنتون څخه ماستري اخیستې او د دریو زامنو مور ده.

درې ورځې وړاندې، د سوریې دغه لومړۍ مېرمن د خپل مېړه په څنګ کې د کعبې شریفې خونې ته د ننوتلو په حال کې ولیدل شوه. نن په انقرې کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د میرمن، امینه اردوغان سره په جمهوري ماڼۍ کې راڅرګنده شوه چې د سوریې د عامو مېرمنو په څیر لباس یې په تن دی او موسکۍ ښکاري.

د شام ویاړلی ولس ښځو ته د کامل، برابر او عاقل انسان په سترګه ګوري او د تعلیم او کار حق یې خوندي دی. حجاب د بنده او خالق ترمنځ موضوع ګڼي او په سوریه کې د مذهبي پولیسو په نوم کومه اداره نه شته ترڅو د خلکو تَعبُدي او اِعتِقادي مسائل وڅاري.

الله مې دې زاړه ایمان ته خېر کړي!

په مننې سره، دغه عکس مې د «الشرق الاوسط» له ورځپاڼې څخه کاپي کړیدی

3 COMMENTS

  1. یو څو سپینی خبری:
    ۱ – کعبه ممکن د بشر په تاریخ کی یوازنی ځای وی چی مؤمن ، غیر مؤمن ، معتقد ، غیر معتقد ، سیاستمدار او سیاست ځپلی ، کیسه بر ، ریاکار ، مصلحت پیشه ، شاه ، ګدا ، تروریسټ ، توریسټ ، نړیوالو ماهرو جاسوسانو ، خُلاصه ښو او بدو انسانانو ئی طواف کړی وی.
    ۲ – یقیناً چی الجولانی او د هغه د تروریسټی ډلی غړو به ډیر کسان په سوریه او عراق کی د لنډو ږیرو او اوږدو پایڅو د دلودلو له وجی وژلی وی خو نن.ورځ الجولانی د مصلحت! له مخی توره نیکټائی غاړی ته اچولی ده.
    ۳ – تُرکان خصوصاً اردوغانی مخلوق د هر نړیوال تشکیل پر آوخور دریدلی او د ځان د اِشباع او اِرضاء هڅه ئی کړیده ( د عثمانی برم او دبدبې خوبونه ، د ناټو غړیتوب ، د اروپائی ټولنی د غړیتوب هیله ، په اسلامی سُنی نړی کی د لوړ دریځ د پوز نیول ، د سورئی د هیواد د بشپړ اشغال خوب ، د یهودی صهیونیزم سره پټه او ښکاره یارانه ، په منځنی آسیا کی د ” توران ” د پروژی د بریالیتوب او د چین او اروپا تر منځ د مستقیمو تجارتی اړیکو د رامنځته کولو د ارمانی پروژی ارمان او هیله ).
    ۴ – اردوغان او ډله ئی په سیمه کی درانه درانه خوبونه وینی خو میدانی واقعیت دا دی چی د اردوغانی ترکئی خوبونه به نه یوازی په واقعیت بدل نه شی بلکه ترکیه به د سترو بحرانونو او حتی تجزئی سره مخامخ کړی ( همدا اوس د ترکئی اقتصادی وضعیت د پاشل کیدو په حال کی دی البته ټولنیز – فرهنګی وضعیت ئی هم مناسب نه ښکاری ).
    ۵ – د مستهجنو او مبتذلو تلویزیونی سریالونو د تولید عذاب به د ” عثمان او قیام او الپ ارسلان او نورو تاریخی سریالونو ” د تولید او نمایش تر ثواب ډیر وی او تُرکان به سخت وځپل شی.
    ۶ – زه د تیری میاشتی پر ۲۵ مه نیټه د استانبول څخه کوم بل ځای ته په هوائی سفر کی د سورئی د یو ځوان سره ( روشن فکر مذهبی ځوان سره چی البته په سویډن کی زیږیدلی او لوی شوی دی ) په مجلس لګیا شوم ، دا ځوان ځکه ډیر خواشینی ؤ چی سوریه د ترکئی لاس ته ولویده. ما ور ته وویل چی شریکه عین سناریو په افغانستان کی هم پلی شویده ( نړیوالو استعمارګرانو د افغان وطن پاکستان ته سپارلی دی ) نه ترکیه دومره توان لری چی سوریه آباده کړی او نه پاکستان دومره توان لری چی افغانستان آباد کړی.
    ۷ – نو داسی کیسې دی.

  2. درند ولي الله ملکزی چاري مو ښي
    دروند ولي الله ملکزي تاسونه منندوی او الله(ج) نه شکر کزاريم چي تا سو شانته د اسلام په مذهب او عربي نړي پوه او عالم شخصيت لرو. ستاسو ليکني ډير په مينه لولم.
    ستاسو ليکني بلخصوص په اوسني اساس وخت کي د افغان مسلمان اولس لپاره يوه روښانه او با ارزښته معلومات دي کوم چي اوسني زورواکو په وچ زور ئي خپرول د راديو يا تلويزيون او اورځپاڼو له خوا منع او سانسور کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...