Homeخبرونهامریکا له ازبکستان څخه د افغانستان د ملي اردو ۷ څرخکې یووړې

امریکا له ازبکستان څخه د افغانستان د ملي اردو ۷ څرخکې یووړې

تاند (چهارشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۷مه) د ازبکستان رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان د پخواني پوځ اووه بلاک هاوک څرخکې، چې ازبکستان ته وړل شوي وې، امریکا ته انتقال شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، پنتاګون دا هیلیکوپترونه د کارولو لپاره مناسب بللي او امریکا ته یې لېږدولي دي.

د ازبکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، ۲۲ نظامي الوتکې او ۲۴ څرخکې د افغانستان ل پخواني پوځ څخه ازبکستان ته وړل شوې وې، چې له هغو څخه ۷ هیلیکوپترونه امریکا ته انتقال شوي دي.

د امریکا سفیر: دا الوتکې د افغانانو نه وې!

د سنبلې په میاشت کې د امریکا سفیر جناتان هنیک ویلي و چې د یوې نوې هوکړې له مخې، ۴۶ نظامي الوتکې او څرخکې به د ازبکستان د حکومت په واک کې پاتې شي.

هغه زیاته کړه:

“دا وسایل هیڅکله د افغانانو نه وو، بلکې د امریکا ملکیت وو. د افغانستان پوځ یوازې ترې ګټه اخیسته، خو موږ یې اصلي مالک وو.”

د ازبکستان د چارواکو څرګندونې:

د ازبکستان چارواکو د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵مه اعلان وکړ، چې ۲۲ نظامي الوتکې او ۲۴ هیلیکوپترونه د افغانستان له هوايي ځواک څخه د دوی فضا ته داخل شوي وو.

پخواني افغان ولسمشر اشرف غني هم له خپلو نږدې همکارانو سره د درې نظامي څرخکو په وسیله ازبکستان ته ووت او وروسته متحده عربي اماراتو ته لاړ.

د طالبانو غبرګون:

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي:

“امریکا نه‌شي کولای د افغانستان د خلکو مال ضبط یا مصادره کړي، او له ازبکستان څخه یې غوښتي چې د افغانستان هوايي ځواک الوتکې بېرته وروسپاري.”

د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب تېر کال په کابل کې په یوه غونډه کې وویل:

“طالبان به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې دا الوتکې د افغانستان شمالي ګاونډیان ضبط کړي یا ورڅخه کار واخلي.”

د طالبانو له واک ته رسیدو په افغانستان کې د یوه مشروع دولت، چې نړیوال یې رسمیت وپېژني، د نه جوړېدو له کبله ګومان نه کېږي چې د افغانستان د ملي اردو الوتکې یا په امرکیا او سویس کې د افغانستان کنګل شوې پیسې دې افغانستان ته بېرته ورکړل شي.

په تېرو څه باندې درې نیمو کلونو کې طالبانو د مشروعیت د ترلاسه کولو او په نړۍ کې د خپل حکومت د منلو لور ته نه یوازې هیڅ پرمختګ نه دی کړی بلکې ورځ تر بلې یې خپل حکومت او په مجموع کې ټول افغانستان منزوي کړی دی.

په واشنګټن کې د ازبکستان په سفارت کې غونډه:

په واشنګټن کې د ازبکستان د وسله‌والو ځواکونو د ۳۳مې کلیزې په مناسبت د ازبکستان په سفارت کې یوه غونډه وشوه، چې دواړو هېوادونو د دفاعي او امنیتي همکارۍ پر پراخولو، په ځانګړي ډول په افغانستان کې د ثبات پر ساتلو ټینګار وکړ.

د ازبکستان سفیر فورکات سیدیکوف وویل چې تاشکند چمتو دی چې له واشنګټن سره په ټولو برخو کې همکاري پراخه کړي. هغه زیاته کړه، د ازبکستان حکومت د دواړو هېوادونو د امنیتي ادارو او وسله‌والو ځواکونو ترمنځ همکارۍ ته ډېر ارزښت ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...