Homeخبرونه‏بلینکن، د مصنوعي ځیرکتیا ناسمه کارونه نړۍوالې سولې ته ګواښ بولي

‏بلینکن، د مصنوعي ځیرکتیا ناسمه کارونه نړۍوالې سولې ته ګواښ بولي

تاند ( جمعه د لیندۍ/ قوس ۳۰مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونيو بلینکن د مصنوعي ځیرکتیا په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې خبرداری ورکړی، چې د مصنوعي ځیرکتیا ناسمه کارونه نړۍ والې سولې او امنیت ته جدي ګواښ پېښولی شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره نومبر میاشت کې له خپل چینایي سیال، شي جین پینګ سره کتنه کې ټینګار کړی و چې، اټومي وسلې باید یوازې د انسانانو له لوري کنټرول کړای شي.

د بلېنکن په خبره، هکران کولی شي له دې لارې ویجاړوونکي سایبري بریدونه ترسره کړي.

مصنوعي ځیرکتیا (Artificial intelligence یا اې آی) هغې ځیرکتیا ته ویل کېږي، چې د ژویو او انسانانو له لوري د ښودل کېدونکې طبیعي ځېرکتیا پرخلاف د ماشین په وسیله ښودل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...