Homeخبرونهسالنګ کې ترافیکي پېښې ۵ تنه مړه او ژوبل کړل

سالنګ کې ترافیکي پېښې ۵ تنه مړه او ژوبل کړل

تاند ( جمعه د لیندۍ/ قوس ۳۰مه) پروان ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند فضل الرحیم مسکین‌یار وایي، چې دا پېښه تېره شپه ناوخته رامنځته شوې ده.

مسکین یار وایي په دې پېښه کې د موټر چلوونکي په ګډون دوه تنه مړه شوي او ۳ نور ژوبل دي.

نوموړی وایي د دې پېښې ژوبل کسان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یادونې ده، چې وړمه شپه د کابل ـ کندهار پر لویه لار په غزني کې د ترافیکي پېښو له امله ۵۰ تنه مړه او ۷۰ تنه ژوبل کړل.

د غزني د ترافیکي پېښو له امله د دوه ترانسپورتي شرکتونو فعالیتونه وځنډول شو.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، چې هڅه کوي له اړونده ارګانونو سره په تفاهم لاډېر کار وکړي،څو د داسې پېښو د مخنيوي په اړه لازم اقدامات تر سره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...