سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Home+حتي ۵ دقیقې ورزش هم لوړ فشار کموي

حتي ۵ دقیقې ورزش هم لوړ فشار کموي

تاند – یوه نوې څېړنه ښيي چې که څوک په خپل ورځني پروګرام کې یوازې پنځه دقیقې ورزش زیات کړي، د وینې فشار په کمولو کې ورسره مرسته کوي.

 دا څېړنه چې د لندن کالج پوهنتون او سیدني پوهنتون له خوا ترسره شوې ده، په شاوخوا ۱۵۰۰۰ کسانو باندې متمرکزه وه چې د ۲۴ ساعتونو لپاره یې د فعالیت څارونکي وسایل درلودل.

په دې څېړنه کې، چې پایلې یې د «سرکولیشن» په علمي مجله کې خپرې شوې دي، څرګنده شوه چې د ورځې په پروګرام کې یوازې پنځه دقیقې سپک ورزش، لکه پر زینو ختل یا سپک بایسکل چلول، د وینې د فشار د ښه کولو لپاره کافي دی.

د لوړ فشار ناروغي نژدې یو نیم میلیارد لویان په نړۍ کې اغېزمن کړي او تر وخت مخکې مړینې یو له لویو لاملونو څخه دی. دا حالت کولای شي د دماغي سکتو، زړه حملو، د زړه د فعالیت د کمېدو، د پښتورګو زیان او نورو ګڼو روغیو سبب کېږي.

د اندېښنې خبره دا ده چې ډېری هغه کسان چې لوړ فشار لري، له خپلې ناروغۍ څخه نا خبره دي، ځکه چې دا ناروغي تر هغه چې بحراني حالت ته ونه رسېږي، اکثره څرګندې نښې نښانې نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب