سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهپاکستان د جېش العدل پر ضد له ایران سره د ګډو عملیاتو...

پاکستان د جېش العدل پر ضد له ایران سره د ګډو عملیاتو راپورونه رد کړل

تاند (جمعه، د عقرب ۱۸ مه) پاکستان په خپله خاوره کې له ایران سره یوځای د “جيش العدل” ډلې پرضد د ګډو عملیاتو د ترسره کولو ادعا رد کړه.

تر دې مخکې ځینو ایراني رسنیو او همداراز جېش العدل ډلې داسي ادعا کړې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ممتاز زهرا بلوچ، د فرانس پرېس خبري اژانس د خبریال د پوښتنې په ځواب کې د داسې عملیاتو په اړه راپورونه “جعلي خبرونه” وبلل او رد یې کړل، چې ویل شوي وو د پاکستان پوځ او د ایران وسله‌وال ځواکونه یې په ګډه ترسره کوي.

“جيش العدل” چې د ایران یوه مخالفه بلوڅ وسله واله ډله ده، د عقرب/لړم په ۱۶مه په یوه بیان کې ادعا کړې وه چې د دوی ۱۲ جنګیالي “د ایران او پاکستان په ګډو هوايي بریدونو” کې د سرحدي سیمې سراوان په شاوخوا کې وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې، ځینو ایراني رسنیو هم د پاکستان په بلوچستان کې د ګډو عملیاتو ادعا کړې وه. د ایران رسمي خبري آژانس ایرنا راپور ورکړی و چې د دواړو هېوادونو په پوله کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي، او لامل یې د “قاچاقبرو ضد ګډ اقدامات” بلل شوی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په یوازې توګه د پنجګور په لویدیځ کې د پاکستان په خاوره کې ۳۰ کیلومتره دننه د قاچاق او ترهګرۍ پر ضد عملیات کړي دي.

“جيش العدل” همداراز د دې بمبارۍ په ترڅ کې د خپلو دوو لوړپوړو قوماندانانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په خپلو څرګندونو کې وویل چې د “جيش العدل” ډلې بیانونه باید جدي ونه ګڼل شي.

دې ډلې مخکې د عقرب/لړم په ۵مه د سیستان او بلوچستان ولایت د تفتان ولسوالۍ په ګوهرکوه کې پر امنیتي پوسته د برید مسوولیت منلی و، چې پکې ۱۰ ایراني سرتیري وژل شوي وو.

جيش العدل ادعا کړې وه چې دغو سرتیري د هغو ځایي خلکو پر کورونو یرغل کړی و چې د حکومت پر سیاستونو یې اعتراض درلود، ځینې کسان یې نیولي وو او هڅه یې کوله چې خلک وبېروی چې له خپلو غوښتنو څخه لاس واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب