سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهپه سرپُل کې چاودنې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

په سرپُل کې چاودنې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند (دوشنبه، د عقرب ۱۴ مه) راپورونه وايي چې په سرپُل ولايت کې د یکشنبې په ورځ (د عقرب ۱‍۳ مه) په یوه چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او پنځلس نور ټپیان دي.

څرګنده نه ده چې وژل شوي او ټپیان څوک دي.

شاهدانو تاند ته وویل چې چاودنه د سرپل ولایت د مرکز په مرکزي چوک کې ماښام مهال وشوه.

په دې چاودنه کې لږترلږه ۱۵ ټپیان د سرپل روغتون ته وړل شوي او لږترلږه ۲ مړي په سیمه کې لیدل شوي دي.

خو د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي او د مړو شمېر یې هم نه دی ښودلی.

ویل شوي چې په یوه بایسکل کې ځای پر ځای شوی بم د دې چاودنې لامل و، خو دا خبره لا تر اوسه رسماً نه ده تایید شوې.

په داسي حال کې چې د افراطي اقدماتو د تشدید له کبله په نړۍ کې د طالبانو د رژیم د رسمیت پېژندنې چانسونه په کمېدو دي په هیواد کې دننه د دوی د واکمنۍ یوازینۍ بریا چې امنیت بلل کېږي، په وروستیو کې مخ په خرابیدو دی.

په وروستیو ورځو کې ګڼې امنیتي پېښې په تیره بیا چاودنې شوي او داسي ښکاري چې امنیتي وضعیت به نور هم خراب شي.

تراوسه پورې د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی او دا هم نه دي ویل شوي چې د برید هدف څوک و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب