سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهپه تهران کې یوې نحلۍ د اعتراض په دود جامې وایستلې

په تهران کې یوې نحلۍ د اعتراض په دود جامې وایستلې

تاند (یکشنبه، د عقرب ۱۳ مه) د ایران د ازاد اسلامي پوهنتون یوه محصله چې جامې یې د امربالمعروف ځواکونو څېرلې وې، د اعتراض په دود خپل کالي وایستل.

ایراني رسنۍ وايي چې وروسته امنیتي ځواکونو دا محصله په پوهنتون کې ونیوله او له ځان سره یې بیوله.

د ایران د سپاه پاسداران اړوند خبري اژانس فارس نیوز ویلي چې دا محصله عقلي – رواني روغتون ته بیول شوې ده.

راپورونه وايي چې په ایران کې عموماً اعتراض کوونکي د توهین او ځورولو لپاره دې روغتون ته وړل کېږي.

د ایران د ازاد اسلامي پوهنتون یوه محصله چې جامې یې د امربالمعروف ځواکونو څېرلې وې، د اعتراض په دود خپل کالي وایستل.

د تهران پولیسو یوې نجلۍ او د هغې مزاحمت کوونکي ته دوسیې جوړې کړې

وروسته له هغې چې په خواله رسنیو کې د یوه موټرسایکل چلوونکی له لوري د یوې نجلۍ د ځورولو ویډیو خپره شوه، د تهران پولیسو اعلان وکړ چې د دې نجلۍ لپاره د حجاب د نه مراعتولو په په خاطر دوسیه پرانیستل شوه او همداراز د موټرسایکل چلوونکي لپاره هم د مزاحمت په تور دوسیه جوړه شوې ده.

د تهران د پولیسو قومندانۍ د معلوماتو مرکز د شنبې په ورځ، د عقرب په ۱۲مه، د خپرې شوې ویډیو کره والی تایید کړ او ویې ویل چې دا پېښه د عقرب په ۱۰مه د تهران په افریقا واټ کې شوې ده.

د تهران پولیسو د خبرپاڼې له مخې، هغه ځوانه ښځه چې په ویدیو کې لیدل کیږي «د حجاب قانون د نه مراعتولو له امله قضايي مراجعو ته معرفي شوې ده.»

د تهران د پولیسو قومندانۍ په خبرپاڼه کې دا نه ده څرګنده شوې چې آیا نجلۍ نیول شوې که یوازې د هغې لپاره قضايي دوسیه جوړه شوې ده.

همدارنګه، د دې خبرپاڼې پر اساس، د موټرسایکل چلوونکي لپاره «ښځو ته د مزاحمت رامنځته کولو په موضوع کې دوسیه جوړه شوې او د قانوني مراحلو د بشپړولو لپاره قضايي مراجعو ته استول شوې ده.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب