سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهیونسیف وايي، ، تر ۶ میلیونه ډېرو افغانانو ته ضروري روغتیايي خدمتونه...

یونسیف وايي، ، تر ۶ میلیونه ډېرو افغانانو ته ضروري روغتیايي خدمتونه رسیږي

تاند (یکشنبه، د عقرب ۱۳ مه) د ملګرو ملتونو د ماشومانو اداره (یونیسف) وايي چې په افغانستان کې اوس ۶ میلیونه او سل زره خلک ضروري روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی لري.

یونیسف په خپله تازه راپور کې، چې پرون (شنبې) یې پر ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر خپور کړی، ویلي چې د سپتمبر په میاشت کې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له۲۴۰۰ روغتیایي مرکزونو سره مالي او نوره مرسته کړې ده.

دا روغتیایي خدمتونه په داسې حال کې پراخ شوي دي چې په افغانستان کې روغتیایي سکتور له سختو ستونزو سره مخامخ دی.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) مخکې خبرداری ورکړی و چې د طالبانو له لوري پر ښځینه طبي متخصصانو او روغتیایي کارکوونکو محدودیتونه د روغتیایي خدمتونو په وړاندې لوی خنډونه پېښ کړي دي.

ملګرو ملتونو هم راپور ورکړی چې نړیوالو مرستندویانو سږ کال د طالبانو د پالیسو په اړه د اندېښنو له امله، په ځانګړي توګه د ښځو پر کار د بندیزونو له کبله افغانستان ته خپلې مرستې کمې کړي دي.

د مرستو د کموالي له امله د ملګرو ملتونو ادارې او نورې بشري موسسې له جدي مالي ستونزو سره مخ دي، چې دا وضعیت د افغانستان لپاره د لا زیات بشري بحران د رامنځته کولو ګواښ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب