سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهد پغمان په اورپېښه کې ۶ تنه مړه او ۹ تنه ژوبل...

د پغمان په اورپېښه کې ۶ تنه مړه او ۹ تنه ژوبل شوي

تاند (یکشنبه، د عقرب ۱۳ مه) د طالبانو د حکومت د اطفاییې او له پېښو سره د مبارزې اداره وايي چې په پغمان ولسوالي کې د تېرې شپې په اورپېښه کې لږترلږه ۶ تنه مړه او ۷۱ نور ژوبل شوي دي.

د دې ادارې ريیس نورالله انصار نن (یکشنبې) د پېښې په ځای کې رسنیو ته وویل چې د دې پېښې له کبله مالي تاوانونه هم اوښتي.

د کورنیو چارو وزارت د اور وژنې ریاست د ګډې لومړنۍ ارزونې له مخې په دې پېښه کې شرکتونو، سوداګرو او کسبګرو ته له ۱ میلیون او ۲۰۰ زره ډالرو زیات مالي زیان اوښتی دی.
يو شمېر ځايي اوسېدونکي وايي چې د دې اورلګېدنې له امله په دې سیمه کې دوکانونو او کورونو ته هم زيانونه اوښتي دي.

د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د ګازو په یوه شرکت کې لګېدلی اور تر لسو ساعتونو وروسته مړ شو.

د پغمان په قلعه حيدر خان سيمه پرون شاوخوا پنځه نیمې بجې اور ولګېد چې تر نن سهار څلور بجو پورې یې دوام وکړ.

ځايي رسنۍ وايي چې په دې اورپېښه کې د سرومال تاوانونه شوي حو تراوسه پورې یې شمېر څرګند نه دی.

 د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د خبر له مخې، د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ ويلي چې پرون له پېښې وروسته اور وژونکي د اور وژلو لپاره سيمې ته واستول شول.

له بلې خوا يو شمېر سيمه ييزو رسنيو ويلي، چې په قلعه حيدر خان سيمه کې د څو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.

تراوسه پورې د دې اورلګېدو د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب