شنبه, نوومبر 9, 2024
Homeخبرونهپه اذربایجان کې یو افغان د تروریستي برید د هڅې په تور...

په اذربایجان کې یو افغان د تروریستي برید د هڅې په تور په ۱۰ کاله بند محکوم شو

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۹ مه) په اذربایجان کې یوې محکمې یو افغان په باکو کې د «تروریستي برید» د پلانولو په تور په لس کاله بند محکوم کړ.

اذربایجاني رسنیو راپور ورکړی چې دغه افغان په باکو کې پر یوه سفارت د برید نیت درلود.

د اذربایجان «ترند» خبري اژانس د چهارشنبې (د عقرب ۹مه) په ورځ راپور ورکړ چې د دې افغان محاکمه د باکو د درنو جرمونو په محکمه کې د قاضي شلاله حسنوا په مشرۍ ترسره شوه.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، هغه به د خپلې سزا موده په یوه کلک ساتل کېدونکي زندان کې تېره کړي.

د اذربایجان د دولت د امنیتي خدماتو (استخباراتو) په وینا، دا افغان چې فوزان موسی خان نومېږي او په ۱۹۹۰ کال کې زېږېدلی، له نورو کسانو سره د ټولنیز ثبات د کمزوري کولو او دسیسې په هڅه کې و.

راپورونه وايي، دې افغان د خپل اقامت په موده کې په باکو کې د یوه هېواد سفارت څارلی و.

په ورکړل شویو جزئیاتو کې راغلي چې هغه له یوه بل بهرني هېواد څخه د «مجرمانه فعالیتونو» په نیت اذربایجان ته راغلی و او هڅه یې کوله چې نور کسان هم د خپلو تروریستي موخو لپاره جذب کړي.

د اذربایجان د دولت امنیتي ادارې د ۱۴۰۲ کال د سرطان په میاشت کې د دې افغان د نیول کېدو خبر ورکړی و.

اذربایجان په دې اړه جزئیات نه دي ورکړي چې هغه پر کوم سفارت د برید نیت درلود، خو اسرائيلي سرچینو ویلي چې هدف یې د اسرائیل سفارت و.

اسرائيلي ورځپاڼې «اورشلیم پوسټ» لیکلي و چې دغه افغان په باکو کې یو هوټل څاره چې د اسرائیل سفارت هغه ته نژدې و.

اذربایجان او اسرائیل نژدې اړیکې لري.

په وروستیو کلونو کې د اذربایجان او اسرائيل د اړیکو پراختیا د ایران غوسه پارولې، او باکو څو ځله ادعا کړې چې د ایران له ملاتړه برخمنې ډلې یې په اذربایجان کې د بریدونو د پلانولو په تور نیولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب