جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپاکستان کې د پولیو ۴۲مه مثبته پېښه هم ثبت شوه

پاکستان کې د پولیو ۴۲مه مثبته پېښه هم ثبت شوه

تاند ( چهارشنبه د عقرب ۹مه) د پاکستان د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي پروګرام مسوولین وايي، چې د خیبر پښتونخوا په نوښار کې یوه ماشومه ګوزڼ وهلې ده.

سرچینه وایي چې په دې سره سږ کال په خیبر کې د پولیو مثبتو پېښو شمېر ۷ ته لوړ شوی دی.

سرچینې د اکتوبر پر ۲۹مه پر خپله ووبپاڼه په یوه خبرپانه کې لیکلي، چې د روغتیا ملي ادارې (اېن ای اېچ) د نوښار د يوې ماشومې د وینې په بېلګو کې د پولیو وایرس تایید کړی دی.

په دې سره په پاکستان کې سږ کال د پولیو ۴۲مه پېښه هم ثبت شوه.

د پولیو مخنیوي پروګرام مسوولینو زیاته کړې،چې په یاده شمیره کې په بلوچستان کې د پولیو ۲۱، په سیند کې ۱۲، په خیبر پښتونخوا کې ۷ او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

په پاکستان کې سږ کال د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...