جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد طالبانو حکومت؛ د وسلو پر لېږد او ساتلو نوي بندیزونه ولګول

د طالبانو حکومت؛ د وسلو پر لېږد او ساتلو نوي بندیزونه ولګول

تاند (چهارشنبه د عقرب ۹مه) د طالبانو کورنیو چارو وزارت د وسلو د ساتنې او لېږد په برخه کې نوي بندیزونه اعلان کړل.

دغه وزارت وايي، د طالبانو د مشر د حکم له مخې، د دې ډلې دولتي کارکوونکي او اتباع دې له اجازې پرته د وسلو له لېږد او ساتلو ډډه وکړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د وسلو د وړلو اجازه یوازې د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو د کشف او مبارزې د عمومي ریاست د “ډایاک” له لارې صادریږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د نورو بنسټونو لخوا صادر شوي جوازونه لغوه دي.

دغه راز یاد وزارت د طالبانو د حکومت له مسوولینو او له هېوادوالو غوښتي چې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده د حکم له مخې باید د تورو ښیښو د موټرو د کارولو جواز ترلاسه کړي.

طالبانو د ۱۴۰۰ کال د اسد په میاشت کې واک ته له رسیدو وروسته په بیلابیلو لارو له خلکو څخه د وسلو د راټولولو کمپاین پیل کړ.

طالبانو ویلي چې د وسلو پر لېږد او ساتلو نوي بندیزونه د دغو تجهیزاتو د کنټرول او د ناکراریو د کمولو په هدف لګول شوي دي.

وروسته له هغه چې طالبان واک ته ورسېدل او امریکا له افغانستانه ووتل، د امریکايي ځواکونو پاتې شوې وسلې د طالبانو لاس ته ورغلې.

1 COMMENT

  1. دوی اوس پوه دي چې دا ملت به یوه ورځ ددوی د وحشت او بربریت خلاف ودریږي نو دا فکر ورغی چې بیا د خلکو په کورونو چاپې واچوي او کومه وسله چې د ځان ساتلو او یا دوښمنۍ له امله لري ترې یویسي. طالبه دا ملت ویده دی او لږ بیغیرته شوی هم دی مګر کیدی شي یوه ورځ راویښ شي نو بیا د ولس زور ته وسله نه ټینګیږي. په تش لاس به درنه پرتوګونه وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب