جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهپه م.م. کې د قطر استازې وايي، د افغانستان په اړه د...

په م.م. کې د قطر استازې وايي، د افغانستان په اړه د دوحې څلورم کنفرانس دایریږي

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۹مه) د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په ملګرو ملتونو کې د دې هېواد استازې عالیه احمد بن سیف آل ثانی د ملګرو ملتونو له مرستیالې د روزمري دی‌کارلو سره د دوحې د څلورمې غونډې د ترسره کولو په اړه خبرې کړې دي.

د بیان له مخې، دواړو چارواکو د درېیمې دوحې غونډې د «مثبتو پرمختګونو» د کارولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د دوحې درېیمه غونډه د روان کال په سرطان میاشت کې د ملګرو ملتونو د مرستیالې روزمري دی‌کارلو تر مشرۍ لاندې په قطر کې ترسره شوه، چې د طالبانو استازو هم پکې ګډون وکړ.

په دې غونډه کې د دوحې د دوهم کنفرانس په شان ښځې، مدني ټولنه، او د طالبانو سیاسي مخالفانو ګډون نه درلود.

روزمري دی‌کارلو ویلي چې دا تعامل د طالبانو حکومت ته رسمیت نه ورکوي، بلکې د خلکو حقونو ته د پام اړتیا څرګندوي، چې ښځې یې مهمه برخه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب