یکشنبه, نوومبر 10, 2024
Homeخبرونهد ۱۹کلنو کم عمره ځوانانو درې اړخیزه او اسیا جام لوبو لپاره...

د ۱۹کلنو کم عمره ځوانانو درې اړخیزه او اسیا جام لوبو لپاره نوملړ اعلان شو

تاند ( چهارشنبه د عقرب ۹مه)له نوولس کلنو کم عمره ملي لوبډله د پاکستان او متحده عربي اماراتو لوبډلو پر وړاندې درې اړخیزه لوبلړۍ کې د ګډون په موخه د روان کال د نومبر میاشتې په نهمه نېټه متحده عربي اماراتو ته ځي.

د افغان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن ۱۸ کسیز نوملړ اعلان کړ چې ۱۵ لوبغاړي یې د عمومي نوملړ او دغه راز درې احتیاطي لوبغاړي دي.

په یاد نوملړ کې:
محبوب تسکین د لوبډلمشر او ویکټ ساتونکي په توګه، عزیرخان، فیصل خان، برکت، عزت بارکزی، عزیز میاخېل، حمزه علي خېل (ویکټ ساتونکی)، نظیف امیري، عبدالعزیز، نصرت الله نورستانی، خاطر ستانکزی، فهیم خېوه وال، حفیظ ځدراڼ، الله محمد عضنفر او نصیر معروف خېل شامل دي چې سربېره پر دې پکې روح الله عرب، وحید ځدراڼ او سلمان خان د احتیاطي لوبغاړو نوملړ ته اضافه شوي دي.

د پورتني نوملړ د یادو درې اړخیزو او ۱۹ کلنو اسیا جام دواړو سترو لوبلړیو لپاره غوره شوی دی.

د افغانستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان نوولس کلنو ځوانانو ترمنځ به د سیالیو دغه لوبلړۍ د روانې نومبر میاشتې له ۱۳مې د همدې میاشتې تر ۲۶مې نېټې پورې دوام ومومي.
لومړۍ لوبه به د همدې میاشتې په ۱۳مه نېټه د پاکستان او متحده عربي امارتو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې افغان نوولس کلنه لوبډله به له یادو سیالیو وروسته د نوولس کلنو په اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړي چې د نومبر میاشتې ۲۹مه نېټه پیلیږي او د دسمبر تر اتمې نېټې پورې دوام مومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب