شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد چین سفیر؛ نا امني د پاکستان ـ چین اقتصادي دهلیز د...

د چین سفیر؛ نا امني د پاکستان ـ چین اقتصادي دهلیز د بریا پر وړاندې ستر خنډ دی

تاند ( چهارشنبه د عقرب ۹مه) د چین سفیر په اسلام اباد کې د یوه کنفرانس پرمهال د امنیت مسله د چین ـ پاکستان د اقتصادي دهلېز د بریا پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ وباله.

جیانګ زیدونګ د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د ټولو چین ضد ترهګرو ډلو پر ضد پوځي عملیات پیل کړي.

د چین سفیر جیانگ زیدونګ پرون سه‌شنبه دا څرګندونې په یاد کنفرانس کې وکړې.

هغه په ​​تیرو شپږو میاشتو کې په پاکستان کې پر چینايي کارګرانو دوه وژونکي بریدونه د نه منلو وړ وبلل.
جيانګ زيډونګ د دغو بريدونو د عاملينو د مجازاتو او د چين ضد «تروريستي» ډلو د ځپلو پر اړتيا هم ټينګار وکړ.

په دې کنفرانس کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار د خپل هېواد امنیتي وضعیت له افغانستان سره د پاکستان د پخواني حکومت د “دوستۍ سیاست” وباله.

نوموړي پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د پاکستان د استخباراتي ادارې د پخواني مشر فیض حمید سفر ته هم اشاره وکړه.

ډار وویل، «موږ باید د چای پیالې په خاطر ځان ملامت کړو، چې په کابل کې مو وڅښلو. موږ باید د هغو ۱۰۲ سخت دریځو مجرمینو په اړه ځان ملامت کړو چې په مختلفو جرمونو کې ښکیل وو خو له یو پیاله چای وروسته خوشې شول.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال هم ټینګار وکړ چې په دغه هیواد کې د ترهګرو پر ضد عملیات پیل شوي او د هغې پایلې به ډیر ژر وړاندې شي.

1 COMMENT

  1. why china transfer minerals fram balochistan to china ,and benefit get punjaab,
    all minerals is property of BALOOCH PEOPLES,
    for this reason balooch libral assosiate fight ing,
    CHINA must stop any kind activity in baloochistan.
    zendah baad balooch libration association

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب