Homeخبرونهد طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ نښته شوې

د طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ نښته شوې

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۹ مه) د افغانستان او ایران له پولې په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې نن (چهارشنبې) سهار د ایران له سرحدي ځواکونو سره د ډزو په تبادله کې لږ تر لږه دوه طالب سرحدي ځواکونه ټپیان شوي دي.

ویل کېږي چې ډزې هغه مهال پیل شوې کله چې ایراني پوله ساتو پر هغو افغان قاچاقبرانو ډزې وکړې چې هڅه یې کوله د ایران پولې ته واوړي.

ایران او د طالبانو حکومت د دې پېښې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

په عین حال کې د بشري حقونو سازمان “حال وش” په ایکس (پخواني ټویټر) کې ویلي چې یو بلوڅ تیل وړونکی د ایران د هیرمند ولسوالۍ د پولې په صفري نقطه کې د ایراني او طالبانو د پوله ساتو ترمنځ په نښته کې وژل شوی دی.

دې سازمان د هغه کس عکس خپور کړی، چې راپورونه وایي په ایران کې وژل شوی، او زیاته کړې یې ده چې نوم یې نعیم ریګي و، ۲۶ کلن و.

دغه سازمان همداراز ویلي چې د چهارشنبې په سهار وختي د ایران او طالبانو د ځواکونو ترمنځ نښته یو ساعت دوام درلود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...