Homeخبرونهاقتصادي خبرونهطالبان وايي د م.م. د دفترونو لګښتونه او د کارکوونکو معاشونه ډېر...

طالبان وايي د م.م. د دفترونو لګښتونه او د کارکوونکو معاشونه ډېر لوړ دي

تاند (چهارشنبې، د عقرب ۹ مه) د طالبانو د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف وايي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو د لوړو اداري لګښتونو او معاشونو له امله د دې سازمان د پروژو مؤثریت کم شوی دی.

د طالبانو د اقتصاد وزیر له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په خپلو پروګرامونو کې د دې ډلې لومړیتوبونه په پام کې ونیسي. د دې ترڅنګ دې نویو جوړو شوو ولسوالیو ته توجه وکړي.

ده له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د خپلو پروژو په اړه له اقتصاد وزارت سره مشوره وکړي او راپور ورکړي.

دین محمد حنیف پرون (سې شنبې) په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفترونو له استازو سره په کتنه کې وویل چې د دې سازمان پروژې شفافې نه دي او له انکشافي اړخه متوازنې نه دي.

ښاغلي حنیف ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو دفترونه مکلف دي چې د خپلو فعالیتونو راپور بې له ځنډه د اقتصاد وزارت ته وسپاري.

دین محمد حنیف د ملګروملتونو له دفترونو سره د تفاهم لیکونو د لاسلیک په ځنډ کې دلیل دا وباله چې پروژې د متوازن پرمختګ د اصل پر بنسټ نه تطبیق کیږي، د هېواد د اساسي برخو اړتیاوې په پام کې نه نیول کیږي، او د دې دفترونو معاشونه او لګښتونه لوړ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان تر اوسه د طالبانو د اقتصاد وزیر دې غوښتنې ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی. مخکې له دې، نړیوالو سازمانونو له دې شکایت کړی و چې د طالبانو چارواکي د بشري مرستو په وړاندې کولو او د پروژو په تطبیق کې مداخله کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د عقرب په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې په روان کال د سپټمبر میاشت کې د ۱۷۳ پیښو له امله ۸۳ د بشري مرستو پروژې لنډ مهالې ځنډول شوې دي. دې دفتر وویل چې د دې پېښو ۹۸ سلنه دلیل د طالبانو مداخله وه او دا پېښې د تېر کال په پرتله ۶۶ سلنه زیاتې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...