یکشنبه, نوومبر 10, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: د افغانستان د تېر حکومت چارواکي نه په حکومت پوهېدل، نه...

خلیلزاد: د افغانستان د تېر حکومت چارواکي نه په حکومت پوهېدل، نه په جګړه

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۹ مه) د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د تېر حکومت د چارواکو د انتقاد په ځواب کې غبرګون څرګند کړ، ویې ویل چې د افغانستان د جمهوري حکومت د پرزېدو علت امریکا او د هغه استازی نه و.

ده د سې شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان حکومت ځکه ړنګ شو چې مشرانو یې «نه په جګړه کې ښه وو، نه په خبرو اترو کې، او نه د هېواد اداره کې.»

د افغانستان د پخواني حکومت اکثره چارواکي د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د نظام د ړنګیدو او د طالبانو د بیا واک ته رسیدو عامل ګڼي.

په وروستیو ورځو کې د پخواني حکومت مرستیال ولسمشر امرالله صالح په یوه ټویټ کې ولیکل: «خلیلزاد او د امریکا سفارت ته دنده ورکړل شوې وه چې د جمهوریت پرضد د تبلیغاتو په تمویل سره د خلکو افکار ګډوډ او خراب کړي.»

داسې ښکاري چې د خلیلزاد اشاره هم د امرالله صالح دې توند انتقاد ته ځواب وي. د امریکا پخواني سفیر پرته له دې چې د کوم ځانګړي پخواني چارواکي نوم واخلي، ولیکل: «د جمهوریت مشران او د هغوی خدمتګاران امریکا او ما ملامتوي چې زما له کبله یې واک له لاسه ورکړی.»

خو د هغه په وینا، «د افغانستان جمهوریت ځکه ړنګ شو چې پرته له څو استثناوو، مشران یې په حکومت کولو کې بد، په خبرو اترو کې بد او په جګړه کې بد وو..»

خلیلزاد وویل چې د پخواني حکومت مشران د افغانستان «طلایي فرصت له منځه یووړ.»

د امریکا پخواني استازي د افغانستان د پخواني حکومت له مشرانو وغوښتل چې پر نورو د تور لګولو پر ځای، «پخپل مخونه په هینداره کې وګوري چې څوک ورته ملامت ښکاري.»

4 COMMENTS

  1. تاسی امریکائیان ( خلیل زاد به په خټه پښتون او افغان وی خو په خوټو سور امریکائی دی) خو هم په جنګ غښتلی یاست او هم د نورو هیوادونو د دولت ـ ملت د سیسټم په رغَولو کی مهارت لری نو تاسی ولی د طالب په وړاندی ماته!!!!: وخوړه؟

  2. امریکا په خپل تاریخ کې ۱۳۹ جکړې کړې وې چې په ۲۰۰۱ کې یې پر افغانستان برید وکړ او ۱۴۰ جګړه یې هم پیل کړه، ورپسې یې د عراق جګړه ۱۴۱ شوه خو تر ټولو اوږده جګړه دافغانستان وه.
    امریکا د نړۍ په هیڅ ګوټ کې تراوسه کوم هیواد نه دی جوړ کړی بلکې هر چیرته چې يې مداخله کړې هغه هیواد یې سور اور ګرځولی او بیا ترې یا تښتیدلې او یا یې د اوړو یوه پوزه ځان ته ايښې ده، په افغانستان کې د اوړو پوزې ایښودو ته هم پاتې نه شوه اما د خلیلزاد دا خبره سمه ده چې د کرزي او غني حکومتونه نه په حکومتوالۍ پوهیدل او نه یې جګړه کولی شوه.
    د جمهوریت په نوم چې کوم اچار امریکې اچولې و د نظامي ځواکونو ۹۰ سلنه رهبري دیوې ولسوالۍ خلکو په لاس کې وه چې نهایت مفسد، غله، بې ناموسه او بې مروته شیان په کې راټول شوي وو، ارګ د افغان وطن د اکثریت ضد وو او همیشه به یې د پښتنو پر وړاندې دسیسې جوړولې، خو په عین حال کې پښتانه بې وسه وو او له لاسه یې هیڅ نه وو پوره، طالبانو او پاکستاني استخباراتو ته ښه فرصت په لاس ورغی، د پښتون نوم یې اخیستو غیر پښتانه ټامیان او د مفلوج او مفسد حکومت چارواکي یې له ګیدړان و زغلول او حکومت یې ترې ونیوه، اوس نو حکومت د ملا په لاس کې دی، ملا پرتوګ ویستلی نه نر پریږدي او نه ښځه له څیلمې ټول چپه کوي.

  3. دی بد بختو غوښتل چی بیا یوه جګړه شروع کړی کابل وران کړی او دوی هم خیټه او خټه اوباسی.
    خو غنی بابا پښی سپکی کړی ټول پلانونه یی له خاورو سره خاوری کړل. جمبوریانو هم سوټی اوکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب