Homeخبرونهد خیبر په جرګه کې د ښځو پراخ ګډون

د خیبر په جرګه کې د ښځو پراخ ګډون

تاند (جمعه د میزان ۲۰) په خیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لورې د” پښتنو قومي عدالت” په نامه رابلل شوې جرګه کې په پراخه کچه ښځو ګډون کړی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې لیدل کېږي، چې د یادې جرګې د راټولو شوو کسانو په منځ کې په زیاته اندازه ښځې لیدل کېږی.

د جرګې له پیل وړاندې په خیبر سیمه کې مخابراتي شبکې قطع شوې دي.

ټاکل شوې دغه جرګه نن له غرمې وروسته پیل شی.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر امین گنداپور ژمنه کړې چې د جرګې غوښتنې به له حکومت سره شریکې کړي.

تر دې وړاندې پاکستاني حکومت تر وروستی بریده هڅه وکړه څو به جرګه کې د خلکو د حضور مخه ونیسي خو بریالی نشول او د نارینه په شمول بې شمیره ښځو هم ګډون کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...