جمعه, اکتوبر 11, 2024
Homeخبرونهپښتون ژغورنې غورځنګ د جرګې د پیل لومړنۍ چارې پیل کړي

پښتون ژغورنې غورځنګ د جرګې د پیل لومړنۍ چارې پیل کړي

تاند ( جمعه د میزان ۲۰مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د اکتوبر په ۱۱مه د درې ورځنۍ لویې جرګې لومړنۍ چارې پیل کړې دي.

ټاکل شوې وه چې جرګه نن جمعه سهار پیل شي خو وروسته یې د یاد غورځنګ چارواکو وویل چې انتظامات بشپړوي او د جمعې تر لمانځه وروسته یې پیلوي.

پي ټي اېم وايي چې د انتظاماتو نه بشپړېدو لامل دا دی چې پولیسو او امنیتي ځواکونو یې څو ځلې د خیبر د جمرود په رېګي للمه کې د جرګې پر کیمپ چاپې ووهلې او چارواکو په پېښور او نورو ښارونو کې دوکاندارانو ته ویلي ول چې هغوی ته دې شیان په کرایه نه ورکوي.

د پي ټي اېم مخکښ فعالان وايي چې د خیبر پښتونخوا حکومت ورته ډاډ ورکړی، چې د جرګې پر مهال به هېڅ مشکل نه جوړېږي او په پوره ازادۍ دې خپله ناسته ترسره کړي.

په داسې حال کې چې د اکتوبر په ۱۰مه د خیبر پښتونخوا د جنوبي او مرکزي ضلعو نښلوونکې لار په کوهاټ کې تړلي او د کوهاټ تونل د بندېدو له امله نه یوازې مساپر، بلکې د مال وړونکو ګاډو چلوونکي هم له ستونزو سره مخامخ دي.

ډرېورانو ویلي چې په ګاډو کې یې سبزي او مېوې بار دي او که تونل ژر خلاص نه شي، لوی مالي زیان به وویني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب