Homeخبرونهد پاکستان قایداعظم پوهنتون کې د پښتنو او پنجابي محصلانو ترمنځ نښته

د پاکستان قایداعظم پوهنتون کې د پښتنو او پنجابي محصلانو ترمنځ نښته

تاند ( جمعه د میزان ۲۰مه) د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د قایداعظم پوهنتون د زده کوونکو ترمنځ په نښته کې ۵ زده کوونکي ژوبل شوي دي.

د پوهنتون یو چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې هغه نښته د اکتوبر ۱۰مې په ماښام د زده کوونکو د دوه ټولنو پښتنو او پنجابي زده کوونکو ترمنځ شوې ده.

تر نښتې وروسته پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې ځینې کسان هوایي ډزې کوي.

د اسلام اباد د پیمز روغتون یو چارواکي رضوان الله رسنیو ته ویلي، چې دوی ته ځینې ژوبل زده کوونکي وروړل شوي او درملنه یې روانه ده.

قاید اعظم پوهنتون د پاکستان له لویو پوهنتونونو بلل کېږي چې پکې تر دې مخکې هم د زده کوونکو ترمنځ په بېلابېلو نومونو جګړې شوې دي.

د قاید اعظم پوهنتون انتظامیې تر نښتې وروسته په یوه خبرپانه کې ویلي سر له ننه (د اکتوبر له۱۱مې) بيا د اکتوبر تر ۲۰مې د لیلیو تړلو اعلان کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...