تاند (جمعه د میزان ۲۰مه)پاکستاني پولیس په یوه خبرپانه کې وایي، چې نن جمعه ناپیژانده وسله والو د بلوچستان ایالت د سکرو په یوه کان کې ۲۰ کان کیندونکي وژلي دي.
پولیس وایي په دې برید کې ۷ نور کان کیندونکپ ژوبل شوي هم دي.
د کویټې د پولیسو یو قومندان
همایون خان ویلي، وسله وال کسان چې په درنو وسلو سمبال وو د جنید پرکان نن سهار برید وکړ.
بل لورته یو ډاکتر جوهر خان شادیزی وایي، تر اوسه دوی ته ۲۰ جسدونه او ۶ ټپیان ور وړل شوي دي.