تاند ( جمعه د میزان ۲۰مه) د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په شپږمه حقوقي غونډه کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق وویل، چې نړیوال کنوانسیون باید جنسیتي تبعيض په رسمیت وپېژني.
د هغه په وينا، د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي او مجازاتو لپاره یوه نړیواله تګلاره تر بل هر وخت زیاته اړينه ده.
د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې د افغان استازي په حواله راغلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په اړه کره راپورونه شته، چې کېدای شي د بشریت ضد جرمونو په تعریف کې شامل شي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د دوهم ځل لپاره په دې اسامبله کې د افغانستان د رایې ورکولو د حق غوښتنه رد کړې ده.