پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهکابل کې د ګیله من وزیر غایبانه جنازه او پر پلویانو یې...

کابل کې د ګیله من وزیر غایبانه جنازه او پر پلویانو یې د طالبانو ډزې

تاند (جمعه، د سرطان ۲۲ مه) له کابل څخه راپورونه ښيي چې طالبانو نن په عیدګاه جومات کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ګیله من وزیر د غایبانه جنازې ممانعت او پر ګډونوالو یې ډزې کړي.

د راپورونو له مخې، سلګونه کسان له بېلابېلو سیمو عیدګاه جومات ته راغلي وو، چې د ګیله من غایبانه جنازه وکړي، خو طالبانو اجازه نه ده ورکړې.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، طالبانو پر دغو کسانو هوايي ډزې کړي او یو شمېر یې وهلي ډبولي.

په دې اړه دقیق معلومات لا نشته او طالبانو دا خبر رد یا تایید کړی نه دی.

د طالبانو له ممانعت وروسته، خلک چمن حضوري ته ورغلي او هلته یې له پاکستان ضدو شعارونو سره د ګیله من وزیر غایبانه جنازه کړې ده.

د جنازې یو شمېر ګډونوالو له ځان سره د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ، چې طالبانو بندیز پرې لګولی، هم لېږادوه.

پر کابل سربېره د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د ګیله من وزیر غایبانه جنازه شوې او یا یې د ترسره کېدو اعلان شوی.

د هغه اصلي جنازه د وزیرستان په اسدخېل سیمه کې شوې ده.

له وزیرستان څخه د ګیله من وزیر مور سره د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبر منظور پښتین د غمرازۍ ویډیوګانې هم خپرې شوې دي.

ګیله من وزیر، چې ډېر کله به د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ سره څرګندیده، وصیت کړی و چې همدغه بیرغ سره به خاورو ته سپارل کیږي.

د هغه بل وصیت دا هم و، چې جسد به یې کابل کې خاورو ته سپارل کیږي، خو پر افغانستان د طالبانو د رژیم واکمنۍ ته په کتو سره دا کار ناشونی شوی.

د طالبانو رژیم نه یوازې د هغه په شهادت غمرازي نه ده ښودلې؛ برعکس ځینو تبلیغاتي فعالانو یې نوموړي او پښتون ژغورنې غورځنګ ته کنایوي خبرې او پېغورونه هم کړي.

په وزیرستان کې د ګیله من وزیر له جنازې سره هم مهاله، نن د فرانسې په پلازمېنه پاریس، د امریکا متحده ایالاتو په یو شمېر ښارونو او نورو هېوادونو کې پښتنو ملتپالو د وزیر د غیابي جنازو پلان نیولی.

په جرمني کې د هغه په یاد د شمعو بلولو پروګرام هم اعلان شوی او تمه ده چې غیابي جنازه یې هلته سبا وشي.

 ګیله من وزیر د چهارشنبې په شپه د اسلام اباد په یو روغتون کې د هغو  ټپونو له کبله، چې د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د څو تنو د وهلو پنتجه کې وراوښتي وو، ساه ورکړه.

پرون سهار د ګیله من وزیر جنازه له اسلام اباد څخه د یوه کاروان په بدرګه ولېږدول شوه. د پښتون ژغورنې غورځنګ یا (PTM) مشر پرون پېښور ته نژدې په بډه بیره کې یوې غونډې ته، چې د ګیله من وزیر د درناوي لپاره خلکو جوړه کړې وه، اعلان وکړ چې دوی به له خپلې مبارزې لاس وانخلي.

9 COMMENTS

  1. طالب نه پښتون دی نه افغان ! که زه نور څه ولیکم تاندوال یې ړنګوي ! دومره وایم اولیکم طالب دانسانی فکر له نورمه وتلی اسلام غواړي او هغه هم که هرچیرته وي ، په پټو سترګو ، په چا وېلو ! ولو که پردۍ مذدوري ، انتي ایتنیکي او انساني خواص ولري ! د طالب لپاره دین د نورو په اشاره د وهلو او ټکولو سوټی دی او داولس زولانه یې دین ګرزولی دی !

  2. تالب دد پر ځای چي له لاريون کونکو او د جنازي اخستونکو سره وږه په وږه خپله خواخوړي او درد له غټ شاعر ، غټ ازادي او د افغانستان په تو شين زرغون بيرغ ښکاره کړي داده اورو چي هوايي ډزي او خپل غلام توب مو پنجاب ته وښود.
    تالبه ته خپله هم د پاکستان په امتحاني دوره کي يي، له يوي بر خي د تاسونه به هم ډز جک کي.
    په مولوي ضعيف کوم کارونه ونکړل

  3. د سویدن نه نیولی تر لندن ، بلژیک المان او اتریش پوری په تقریبأ ټولو اروپائی هیوادو ، همدارنګه استرالیا، کانادا او امریکې کې چې د طالبانو په خبره کفار هېوادونه دي په ټولو کې د شهید ګیله من وزیر غیابي جنازه او فاتحه واخستل شو ، خو طالبان چې ځانته د نړۍ تر ټولو ښه اسلامي هېواد وائي د یو ځوان شهید د غیابی جنازی نه په عیدګاه جومات کې ممانعت وکړو ، شرم پر تاسو طالبانو ، دا ښیي چې طالبان نه یوازی اسلامی شعایرو ته احترام نلري بلکه افغانیت او د هیواد فرهنګ او دود او دستور پروا هم نلري.
    سربیره پر دې د ګیله من پر پلویانو ننۍ ډزی وښود چې طالبان تر اوسه هم د پنجاب لاس پوڅي او لاس په نامه نوکران دي ،پاکستان سره د اختلاف ادعا فقط د خلکو د غولولو او دوکې پخاطر دي

  4. نو طالب خو به خامخا دا کار کوي ځکه بیایې د اورتې میړه تورمخی د سیهونیست بچئ پنجابی کافرستان خپه کیږي. تف لعنت په غلام خنزیر طالب. 😡🐖🤮

  5. د معلوماتو له مخی د جهاد په کلونو کی خو د ضیا الحق غایبانه جنازه کیده> چی د همدی سراج الدین پلار هم کوله – په غلامی دی ولا که اوس یو ذره شک وکمه – مریی داسی مریی چی مریونه شرمونیه.

  6. هی هی خدای نه جار شم!
    افغان وطن باندې دې دا څرنګه موجودات په دا کلونو کې یو له بله بتر حاکمان کړل!! توبه توبه
    مونږ فکر کاوه چې تیرو ۲۵ کلنو تجربو او نړی لیدنو به دا یی یو څه پوه او عاقلان کړي خو
    خر موسی ګرش به مکه برند —پس بیایند هنوز ..باشند
    ټوله ورځ ېې د پنجابستان د تورونو، ډرونونو، ګواښونو او… په جوابولو خولې ۴۰ کیلومتره(دومره ک.م. تورلنګیان زمونږ په خاوره عزم غصب کړی دی) پلنې شولی ؛همدغه چودریان مو په خوله پیاز څه چی دقندهار خواږه انار (الله دې د پوکسټین تولې مردارې کیلی او خوسا امونه د افغان له یو انار او یو وښکالي انګور نه سدکه کړي) هم نه خوري
    او په رڼا ورځ ې درته ډرون د کور په کړکۍ درڼه نه ایست،؟ ؛
    د الله پرستی پر ځای ېې سرپرست او زیر!!پرست کړی یی!!!په رسمیت مو نه پیژني ؛
    هماغه ډار چې پخوا سفيرملا ضعیف ورته جووغ ناست و او ده پرې بړچ وهل بیا درپسې راروان ده!!
    نو بیا شرمیږئ نه چې د یو اصيل وزیرستاني پښتون/افغان ځوانیمرګ شهید سره د غمرازئ او دعا کونکو وطنوالو باندې هوایی ډزې کوئ؟ آیا دا اسلام دی؟ دا افغانیت ده؟
    په ویاړلي ملی افغان بیرغ ګلګون شوي کفن کې به ملي شهید ګیله من وزیر افغان جنات نعیم ته برزخي سفر وکړي او نه تنها بر او لر هیواد کې بلکه په ټوله نړۍ کې په کروړونو زړونو ورته دعاوې وکړې او سترګو ورته وژړل ؛ راتلونکی نسلونه به دا هم یادوي او ستاسو کرغیړنه سوټه کراسۍ هم
    په ځانګړې ډول د نجونو او ښځمنو اوښکې به مو ډووب کړي!
    ان الله مع الصابرین

  7. ځوروونکې منظره ده، نه پدې خاطر چی پر یوې ډلی خلګو ډزی سوی او ټَکَول سوی دی بلکه د دینی – عنعنوی عادی مراسمو ( د جنازې د غائبانه لمونځ ) د مخنیوی پخاطر.
    طالب پدې کړنه په حقیقت کی د افغان دین او عنعنې ته په سپکه کتلی دی.
    د طالب دا کړنه دومره احمقانه او خواګرځنه ده لکه ( مثلاً) د فرهاد دریا یا نغمې د کنسرټ متصدین او سرپرستان اعلان وکړی چی هیڅ څوک له ږیری او لنګوټې پرته اجازه نلری د کنسرټ هال ته داخل سی ( او هغه یو څو بې ږیری او بې لنګوټې بیچاره ګان کوم چی په چل د کنسرټ هال ته ننوتی وی د کنسرټ د ضابطانو پلاس
    وَډَبَوَل سی او د کنسرټ له هال څخه په سپکه توګه وایستل سی ).

  8. دا ورځې به تېرې شې خو د طالب دا د اسلام افغانیت او زموږ د دود او دستور خلاف کړنه به یو بل تور داغ د طالب پر اوچلي پاتې وي او زموږ د هېواد راتلونکي نسلونه به د پنچابي نوکرانو پر قبرونو لاړې تو کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب