دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهترکیه د دوستم ۵ قومندانان له خپلې خاورې باسي

ترکیه د دوستم ۵ قومندانان له خپلې خاورې باسي

تاند (جمعه، د سرطان ۲۲ مه) له ترکیې څخه د جنبش ګوند د مشر عبدالرشید دوستم د ۵ قومندانانو د ژر ایستل کیدو خبر ورکړل شوی.

د راپور له مخې، دغه قومندانان چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، په ترکیه کې یې د استوګنې موده پای ته رسېدلې او اوس پولیسو سره بندیان دي.

ویل شوي، چې د ګڼو نورو پخوانیو افغان چارواکو او سیاسي څېرو د استوګنې قانوني موده هم په ترکیه کې پای ته رسېدلې او له دغه هېواده د ایستل کېدو له خطر سره مخ دي.

ترکیه له هغو هېوادونو څخه ده، چې رشید دوستم سره په ځانګړي ډول نږدې اړیکې لري او وخت په وخت یې ملاتړ ورڅخه کړی.

خپله دوستم او ګوند یې په دې اړه څه نه دي ویلي.

ترکیې څه موده مخکې اعلان وکړ، چې په سیاسي پاسپورت دغه هېواد ته ورغلي افغانان به نور په دغه پاسپورټ په دې هېواد کې د استوګنې اجازه ونه لري.

د جمهوري نظام له سقوط وروسته یو زیات شمېر پخواني چارواکي او سیاستوال، چې یو شمېر یې په پراخ فساد او ترکیې ته د پانګې په لېږد هم تورن دي، یاد شوي هېواد ته ورغلي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب