پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: افغان طالبانو له ټي ټي پي څخه خپل ملاتړ زیات...

ملګري ملتونه: افغان طالبانو له ټي ټي پي څخه خپل ملاتړ زیات کړی

تاند (جمعه، د سرطان ۲۲ مه) د ملګرو ملتونو سازمان په يو نوي راپور کې ادعا شوې، چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان د تحريک طالبان (ټي ټي پي) څخه خپل ملاتړ او ټي ټي پي د پاکستان پرضد حملې زياتې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د څارنې ډلې په دغه راپور کې ادعا شوې، پاکستان کې په وروستيو کې د ټي ټي پي لخوا حملو کې په لسګونو پاکستاني امنيتي ځواکونه او ملکي خلک وژل شوي دي.

راپور زیاتوي، ټي ټي پي افغانستان کې پراخ حضور لري او له دغه ځایه پر پاکستان حملې کوي، او افغان وګړي هم په دغو حملو کې کاروي.

د راپور ترمخه، ټي ټي سره په افغانستان کې د شپږو نه تر شپږ نيم زرو پورې جنګیالي موجود دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې د غړو هيوادونو لخوا ويل شوي، چې د ټي ټي پي غړي د ځايي جنګیالو سره د القاعده په کېمپونو کې روزل کيږي کوم چې ترهګرې ډلې ډیورنډ کرښې سره نزدې ننګرهار، کندهار، کونړ او نورستان کې جوړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، ټي ټي پي د پاکستان پرضد حملې زیاتې کړي، په 2021م کې یې 573 حملې کړې وې او په 2023م کې دغه حملې 1203 ته رسېدلي او په 2024م کې هم روانې دي.

ملګرو ملتونو په رپورټ کې دا هم ویلي، چې د طالبانو د استخباراتو ادارې د ټي ټي پي د مشرانو دپاره په کابل کې درې ګېسټ هاووسونه يا د مېلمه ځايونو اسانتياوې برابرې کړي، د ټي ټي پي مشرتابه ته یې ګرځېدل اسان کړي او د وسلو اجازه یې ورله ورکړې ده.

په راپور کې ويل شوي، طالبان اندېښنه لري چې په ټي ټي پي زيات فشار اچول به دغه ډله د داعش خراسان د مرستو سبب ګرځېدی شي.

ورته ادعاوې تر دې مخکې پاکستان هم بیا- بیا کړې وې، خو پر افغانستان واکمنو طالبانو بې بنسټه ګڼلې وې.

طالبانو د ملګرو ملتونو دغه راپور ته تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی، خو اټکل دی چې د پخوانیو ادعاوو په شان به دا راپور هم رد او بې اساسه وګڼي.

افغان څارونکي باور لري، چې ټي ټی پي د پاکستان د پوځ او استخباراتو یوه جوړه کړې ډله ده چې په سیمه کې د خپلو نیابتي موخو او اقتصادي ګټو لپاره یې کاروي.

پښتونخوا کې یو شمېر ملتپال سیاستوال بیا وایي، چې پاکستان دغه ډله د افغانستان لپاره د طالبانو د تحریک په شان جوړه کړې، چې په بریدونو یې پښتانه ځپي او بیرته د دې ډلې د ځپلو په نوم له نړیوالو پراخ مالي امکانات ترلاسه کوي.

1 COMMENT

  1. ملګري ملتونه باید دا نوم بدل کړي او د طالب سره د افغان کلمه ونه تړي. طالب ته باید پنحابي طالبان یا د ای اس ای طالبان وویل شي. یو څوک چې په زور او سازش په یو ملت مسلط شي د هغې ملت نوم سره هیڅ تړاو نلري. طالب نن هم د پنجاب ملیشه ده پرون هم وه او سبا به هم وي، مشکل دلته دی چې ملت ویده دی. دا د ملت په پاتې شونو را لوی شوي چڼي نن ځانونه د ملت واکداران ګڼي. دا طالب د هرې شیطاني او تروریستي ډلې سره تړاو لري او مرسته ورسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب