Homeخبرونهد طالبانو د ۶۱ هغو مشرانو نومونه چې د ملګرو ملتونو د...

د طالبانو د ۶۱ هغو مشرانو نومونه چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لیست کې شامل دي

تاند (جمعه، د سرطان ۲۲ مه) د ملګرو ملتونو پر بندیزونو د څارنې ډلې د طالبانو د ۶۱ هغو مشرانو نومونه خپاره کړل، چې د دغه نړیوال سازمان د بندیزونو په لېست کې شامل دي.

په دې نوملړ کې دا نومونه شامل دي: د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند، د هغه درې مرستیالان( ملا عبدالغني برادر، ملا عبدالسلام حنفي، ملا عبدالکبیر)، د طالبانو د کابینې غړي: د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د استخباراتو لوی رئیس ملا عبدالحق وثیق، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د سرحدونو او قبایلو وزیر نورالله نوري، د ټرانسپورت او هوانوردۍ وزیر حمید الله اخوند، د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف، د فواید عامې وزیر محمد عیسی ثاني، د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر نجیب الله حقاني، د ښار جوړونې وزیر حمد الله نعماني، د برېښنا او اوبو وزیر عبدالطیف منصور، د معادن او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري، د مرکزي بانک رئیس نوراحمد آقا، د کډوالو وزیر خلیل الرحمان حقاني، د سراج الدین حقاني ورور یحیی حقاني، د کابل امنیه قومندان ولي جان حمزه، د کورنیو چارو وزارت د اطلاعاتو رئیس رحمت الله کاکا زاده، د حقاني شبکې څو غړي: محمد طاهر حقاني، شمس الرحمان حقاني او محمد مسلم حقاني.

پر دې سربېره د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې لوی رئیس ملا نور الدین ترابي، د سرې میاشتې لوی رئیس شهاب الدین دلاور، د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال محمد زاهد، د سوداګرۍ وزیر مرستیال قدرت الله جمال، د ملا هبت الله مالي مشاور جان محمد مدني، د چارو ادارې چارواکي سید غیاث الدین او عبدالولي صدیقي، د ملا هبت الله د فرمانونو د عملي کیدو د څار ادارې مشر شمس الدین شریعتي، د امر بالمعروف وزارت مرستیال احمد شهید خېل، د مالي تفتیش ادارې مرستیال عزالله حقاني، د مالیې وزارت مرستیال عبدالقادر حقاني، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزی، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال سعدالدین سعید، د کابل ښاروالۍ مرستیال عصمت الله عاصم، د حوادثو ادارې مرستیال عباس آخوند، د هلمند قول اردو قومندان عبدالصمد اڅکزی، تهران کې د افغان سفارت طالب سکرتر محمد علیم نوراني، د کندهار د قبایلو رئیس محمد رسول ایوب، د لوړو زده کړو وزارت څو چارواکي:( ابراهیم عمري، عبدالباقي حقاني او فضل الله ربیع) د مسلکي زده کړو ادارې مرستیال نیک محمد، د کابل پوهنتون استاد عبدالقدوس مظهري، د ننګرهار والي حاجي ګل محمد، د لوګر والي ضیا الرحمان مدني، د دفاع وزارت مرستیال فاضل مظلوم او د دغه وزارت څو چارواکي: عبدالجبار عمري او عبدالرحمان آقا شامل دي.

پر طالب چارواکو سربېره د دوی څو ملاتړي سوداګر چې د نشه یي توکیو په قاچاق تورن دي هم په دغه لیست کې شامل دي.

د دوی نومونه عبدالحسیب علیزایي، فیض الله نورزی او ملک نورزی یاد شوي.

دا لیست داسې مهال خپور شوی، چې په دوحې ناسته کې د طالبانو یوه عمده غوښتنه له یاد شوي لیست څخه د دوی د غړو او مشرانو د نومونو لیرې کول وو.

طالبانو د دغه لیست خپریدو ته تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

2 COMMENTS

  1. په دغه تور لست کې د درې نورو تورمخو وزیرانو لکه د معارف اوعالي تحصیلاتو ضد وزیرانو مولوی ندا محمد ندیم او مولوی حبیب الله آغا او تر ټولو مضر او بدبخت د امر بالوحشت او نهي علی العدالت ویر شیخ محمد خالد حنفي نومونه نه ښکاري .

  2. د هیبتې ځناور نوم خو ما په دا لست کې ونه لید.خبره ښکاره دي دا رزیل نسته او د ده په ځاې کوم دی ای آیس ای جنرال چې ، ناست دی هغه نوم او هویت م م ته ندئ معلوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...