جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه بېلابېلو هېوادونو کې د ګیله من وزیر غیابي جنازې او ویر...

په بېلابېلو هېوادونو کې د ګیله من وزیر غیابي جنازې او ویر غونډې

تاند (جمعه، د سرطان ۲۲ مه) د افغانستان د یو شمېر سیمو په ګډون له بېلابېلو هېوادونو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي شهید ګیله من وزیر د غیابي جنازو او ویر غونډو خبرونه ورکړل شوي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې خبرتیاوې څرګندوي چې د کابل ښار د عیدګاه په ګډون په خوست، کونړ، ننګرهار او یو شمېر نورو سیمو کې ولسي خلکو د نوموړي د غیابي جنازې تابیا نیولې ده.

تر اوسه دقیقه نه ده، چې د طالبانو واکمن رژیم به د نوموړي غیابي جنازو او ویر غونډو ته اجازه ورکړي کنه؟

ګیله من وزیر، چې ډېر کله به د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ سره څرګندیده، وصیت کړی و چې همدغه بیرغ سره به خاورو ته سپارل کیږي.

د هغه بل وصیت دا هم و، چې جسد به یې کابل کې خاورو ته سپارل کیږي، خو پر افغانستان د طالبانو د رژیم واکمنۍ ته په کتو سره دا کار ناشونی شوی.

د طالبانو رژیم نه یوازې د هغه په شهادت غمرازي نه ده ښودلې؛ برعکس ځینو تبلیغاتي فعالانو یې نوموړي او پښتون ژغورنې غورځنګ ته کنایوي خبرې او پېغورونه هم کړي.

په وزیرستان کې د ګیله من وزیر له جنازې سره هم مهاله، نن د فرانسې په پلازمېنه پاریس، د امریکا متحده ایالاتو په یو شمېر ښارونو او نورو هېوادونو کې پښتنو ملتپالو د وزیر د غیابي جنازو پلان نیولی.

په جرمني کې د هغه په یاد د شمعو بلولو پروګرام هم اعلان شوی او تمه ده چې غیابي جنازه یې هلته سبا وشي.

 ګیله من وزیر د چهارشنبې په شپه د اسلام اباد په یو روغتون کې د هغو  ټپونو له کبله، چې د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د څو تنو د وهلو پنتجه کې وراوښتي وو، ساه ورکړه.

پرون سهار د ګیله من وزیر جنازه له اسلام اباد څخه د یوه کاروان په بدرګه ولېږدول شوه. د پښتون ژغورنې غورځنګ یا (PTM) مشر پرون پېښور ته نژدې په بډه بیره کې یوې غونډې ته، چې د ګیله من وزیر د درناوي لپاره خلکو جوړه کړې وه، اعلان وکړ چې دوی به له خپلې مبارزې لاس وانخلي.

2 COMMENTS

  1. ګيله من وزېره !

    الله تعالی دي وبښه , جنت فردوس دي ځائ ښه , کورنئ ته دي الله ج جميل صبر ورکړي, رښتېنې مبارز وې په جګ سر او مېړانه دي د ځورېدلې قام شمله اوچته وساتله•

    د خولي او زړه خبره دي يوه وه! زړه دي مطمئين او ډاډه ؤ چې يوه ورځ به خا مخا داسې راځي چې نور به د استعمار د زور او جبر وخت ته د پای ټکئ کېښودل شې بې له شکه ھاغه ورځ راتلونکې ده کوم چې تا ئې د راتلو په انتظار خپل ځان نذرانه کړ ھغوئ ته چې سبا به يې وارثين وي , تا خو ټول ژوند د خپل بې وزله پرګنو د حقه حقوقو د اعادې لپاره وقف کړئ ؤ, ټول خلګ ھک پک پاتې دې دا چې څنګه په دومره لېږه موده کي دي ھغه برياوې په برخه شوي چې تصور يې نشوائ کېدائ?

    د پاکستانی استعمار تلاش ھڅې او خنډونه يې د زور او جبر له لاري ستا مظلوم ,بې وسه وھل او ټکول په تور زندان کي? لويه آزموينه وه! ولي ستا پخه اراده او فکر يې مات نکړائ شو, ھر څه دي په ډېر صبر او سکون سره وزغمل•

    پاکستاني استعمار د مظلومانو په سر , مال ,عزت تېری د پرديو په وړاندي ذلت او غلامي د دوئ د فرھنګ حيصه ګرزېدلې ده, ھر څوک چې يې زړه و غواړي نيولی او وژلی شي د خپلو بې وزله خلګو په ضد جنګېږي تر څو يې په فساد کي غرق جنرالان د ډالرو توبرې ډکي کړي ,په پښتونخوا , بلوچستان او نورو قبائيلی سېمو کي يې د نظامي عملياتو په تر سره کولو سره ګڼ شمير پښتې کورنئ د غم په ټغر کېنولې•
    پاکستان د غرب په غلامي کي دومره وړاندي دې چې د ھر امريکائې د يو عادي مامور د تيلفون په وړاندي ھر څه ته تيار دی د ھغوئ د رضايت لپاره په وار وار په سرحدي سېمو کي د خلګو په خلاف عمليات تر سره کوي تر څو يې د ډالرو دنده ښه چالانه وي•

    ګيله منه! خلګو ته د خدمت لپاره په خاصه توګه سره د وزير ستان خلګو ته خو د پوھې په پېرزوينه کي د لاري مشال وي, کله به ھم چې غونډې , مره کې ,مظاھرې , پرلت او منډې رامنډي وي ګيله من به له ھر چا وړاندي په لومړی صف کي له ورايه برېښېده زړور او رغنده سړئ وي, خبري او شعرونه دي داسي خوندور با سليقه او عام فھمه ؤ چې د ھر چا سر پري خلاصېده•

    شھادت ستا لپاره داسې څه شئ ګرزېدلئ ؤ لکه د ژوند يوه لويه خوشالي! د ھغه تکړه عازم
    ماڼو غوندي چې نه د کنارې پر پرېښودلو سره پروا لري , نه د طوفانونو او څپو په وړاندې غم ,او نه دتېرو يادونو په باره کي ويره او ماتم !, په ھغه روانه کشتئ کي, چې د ھدف ساحل ته بالاخره ورسېدې!!!

    په ټوله کي د ښه عمل , او ټېنګي ارادې څښتن وې په ډېر اخلاص, غيرت ,ننګ او خدمت سره دي د حال په ژبه دشاعري وړانګې د نړئ ګوټ ګوټ ته ورسولې چې په دې کار سره دي د پښتني قومونو تر منڅ د تربګنئ ټول پاټکونه د تل لپاره د آزادي په درشل ونړول!•

    درنښت
    علي خان

    و مکروا ومکر الله والله خير الماکرين ○ ال عمران.
    ژباړه: او دوی پټ تدبير ته لاس کړ او الله ھم پټ تدبير وکړ او الله خو تر ټولو غوره تدبير کوونکی دئ•

  2. یواځې په کفري او دهرې نظام د طالبانو کې هیڅ خبره د ګیله من شهید په اړه نشته. افغان ملته اوس خو به درته پنجابیتوب ثابت شوی وي کنه، اوس به ویښ شئ کنه د نوم افغانان یی نور درکې څه پاتې ندي. په میلونو مړه شوئ یو څو به نور هم مړه شئ خو همت وکړئ او د تل لپاره د پنجاب د دلالانو طالبانو نه ځان خلاص کړئ کنه د هیواد نه لاس ووینځئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب