شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهحکمتیار: حکومت د سولې مخه نیولې ده

حکمتیار: حکومت د سولې مخه نیولې ده

تاند، شنبه، د جوزا ۳مه: د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، په افغانستان کې جګړه هغه وخت ختمېدای شي چې د بحران اساسي عوامل د بهرنیو لاسوهنې او د بهرنیانو لخوا په اقتدار کېنول شوې مفسدې کړۍ له منځه ولاړې شي.

حکمتیار چې په نظام ضد څرګندونو او د پاکستان په نږدې کس مشهور دی یو وار بیا یې ویلي چې د افغانستان حکومت بهرنیان ټاکي او سیاستونه یې هم د بهرنیو کړیو لخوا وضع کېږي چې په وینا یې دا هر څه د سولې پر وړاندې خنډ دي.

حکمتیار وروستیو بریدونو ته په اشاره ویلي، د سولې دښمنانا لا هم په کمین کې ناست دي اونه پرېږدي چې افغانان سولې ته ورسېږي.

د ګلبدين حکمتيار په باور د کابل اوسنی نظام نه د سولې لپاره اراده لري، نه کوم واضح پلان او نه هم د تصميم داسې مقتدره مرجع چې پرېکړې يې ټولو ته د منلو وي.

ښاغلي حکمتيار د پيغام وروستۍ برخه کې پر هېوادوالو غږ کړی چې بايد جنګ غوښتونکو مخه ونيسي او د سولې دښمنان پرېنږدي چې جګړه لا پسې وغځوي.

دا په داسې حال کې ده چې حکمتیار د سولې په نوم له ۲۰۰ میلیونه افغانیو زیاتې پيسې هر کال له حکومت څخه اخلي او ۱۵۰ ساتونکي یې هم ترلاسه کړي دي خو د وعدې له مخې یې وسله وال ګروپونه حکومت ته نه دي لا تسلیم شوی او نه هم هغو ۱۵ ولایتونو کې امنیت راغلی چې ګلبدین یې مسوولیت پر غاړه اخیستی و.

2 COMMENTS

  1. حکمتیار با اظهار نمودن اینکه حکومت ها اشتباه میکنند ، کشورهای خارجی مداخلت میکنند ، تا که این نشود آن نمیشد با پیراهن تنبان اوتو شده و لونگی سیاه همه عمرش را گذشتاند دیگر هیچ برنامه ندارد و در اخیر خانم نغمه را نیز به سنگر دعوت کرد !

  2. اکثریت اوسنی تنظیمونه اولیډران یی سیاسی بلاوی دی پر دی مظلوم ملت باندی؛چی ښه ثبوت یی د تیرو انتخاباتو شرانګیزی او ځان غوښتنه وه ،اکثریت یی ملت ته مصیبت دی ،که ریاست غواړی اوکه مارشالی؛حتی عادی انسانی معیارونه ههم نه مراعاتوی ،اسلامی معیارونه خو ډیر اوچت دی.
    نو د احزابو قانون او بقالی انحصارګر قاتلان له سره باید وکتل شی ،ورنه د محروومیت په وخت کی دا مفسدین خنډونه زیږوی او د اصلاحاتو مخه نیسی
    موږ که احزاب ولروباید ملی او اسلامی ګټی وپیژنی او هغی ته متعهد وی نه بهرنی اجیران او په ځاان مین انحصار ګر چی ددوی غرض او مرض،جهاد او ملت یی تباه کړ او دننی حالت اصلی مسسؤلین همدوی دی چی نه قناعت او نه مړښت لری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب