شنبه, مې 18, 2024
Homeټولنیزد هوسا او نېکمرغه ژوند لپاره ٣٠ چارې په ٣٠ ثانيو کې

د هوسا او نېکمرغه ژوند لپاره ٣٠ چارې په ٣٠ ثانيو کې

ژباړه: محب الله الله يار

 

تګ او ښه کړنه د برياليتوب بنسټ دى. يو سخي انسان به په مثبت او يو ښه پيل سره په ډاډ منه توګه بريالى وي.

 

که مو خپله کړنه بدله کړه، درک، اعمال او ژوند ته به مو بدلون ورکړى وي او د ژوند په بدلون سره به مو دنيا ته بدلون ورکړى وي.

 

دلته ٣٠ ډوله کړنې عنوانوو چې هر يوه يې فقط ٣٠ ثانيې وخت نيسي.

 

فکر وکړئ که د ځمکې پرمخ ميليونونه يا بيليونونه انسانان يوازې يو له دغو کارونو ترسره کړي، چې دنيا څنګه بدلون مومي! ددې لپاره موږ هڅه کړې، نوې لارې او د شخصي ودې او پرمختګ لپاره لارښوونې درکړو، چې کولى شئ دا کړنې په ٣٠ ثانيو کې ترسره کړئ:

 

١. د خپل غږ لهجه بدله کړئ! د دېرش ثانيو لپاره هڅه وکړئ نرم، ارام او لږ په خوښمنه بڼه خبرې وکړئ. له حيرانوونکو پايلو سره به مخ شئ. ايا پوهېږئ کله چې په نرمه او ارامه توګه خپلو اولادونو ته لارښوونه کوئ، نسبت دې ته چې ورته په قهر شئ، ښه اغېز به ولرئ؟ که په کار کې ستړي شوي ياست، نو هڅه وکړئ د ٣٠ ثانيو لپاره د غږ لهجه بدله او ارامه کړئ، ګوندې ژر پايلې ته ورسېږئ!

 

٢. پخوانۍ کړنۍ او خيالونه مو ياد ته درولئ او د بياځل لپاره پرې فکر وکړئ. د ٣٠ ثانيو لپاره خپل خيالات و ازمايئ. ايا دغه خيالات يا کړنې، يوه پنځونه، کاري پروژه، يا داسې کار و چې ستاسې په نظر ستړى کوونکى و؟ يو له دغو کارونو د بياځل ازمېښت لپاره وټاکئ. فکر وکړئ که چېرې ټول انسانان دومره جرات ولري چې له الهي ورکړې او استعداد څخه ګټه واخلي څه به وشي؟ پوهېږئ نړۍ کې به څه نوي نوي شيان وپنځېږي؟!

 

۳. د ٣٠ ثانيو لپاره يو بل وګړي ته وخت ورکړئ. يو ځل بيا يې خبرو ته غوږ کېږدئ او يا هغه ته وخت ورکړئ شايد بدلون په کې راغلى وي.

 

۴. خپلې مېرمن ته ووايئ: (( خوښېږې مې)) او (( په تا وياړم.)) سترګو ته يې وګورئ او ورته ښکاره کړئ چې څومره ارزښت درته لري.

 

که چېرې ټول والدين د ورځې په اوږدو کې خپلو بچيو ته د کړو کړنو په اړه ٣٠ ثانيې ډاډ ورکړي، د څومره نېکمرغه بدلونونو ليدونکي به اوسو؟

 

۵. د بيا ځل لپاره که د يوې هوساېنې يا هيلې په انتظار کې وئ او نه توانېدلئ چې په هغو شېبو کې ترې برخمن اوسئ، دهغه څه په وړاندې چې په حاضر وخت کې يې لرئ، د ٣٠ ثانيو لپاره الله تعالى ته شکر وباسئ او قدردانى يې وکړئ. دا به مو د کار د بدلون سبب شي.

 

۶. ٣٠ ثانيې په کلکه او روښانه بڼه فکر وکړئ او خپل سر پورته ونيسئ. د نورو سترګو ته ځير شئ او په باور سره مخ کې لاړ شئ. وګورئ چې د خوښئ څه احساس به وکړئ.

 

۷. هغه کار چې د ترسره کولو په نيت يې مخکې لاسى په کار شوي ياست او نيمايي هغه يې پاتې، پرېکړه وکړئ چې نن به يې حتمي ترسره کوئ. د خپل کار د ترسراوي لپاره به مو پرېکړه نيول ټول ٣٠ ثانيې وخت ونه نيسي. خپله ژمنه له خپل ځان سره ټينګه کړئ او ډاډ حاصل کړئ چې دا چاره به ضرور ترسره کوئ.

 

۸. هغه ستونزې چې نورو رامنځته کړي، پيدا او حل لارې يې ومومئ.

 

۹. بل څوک وپېژنئ او تر ځان يې لوړ وګڼئ

 

۱۰. په کوم چا يا څه چې باور لرئ، وې ستايئ. يوه ملاتړې جمله به مو ټولنيز شخصيت ته پراختيا ورکړي.

 

۱۱. نور خلک يې په کارونو کې وهڅوئ، هغه ته ډاډ ورکړئ او ورته ووايئ چې ((ته يې کولى شې!)) په هغه باور ولرئ او دا باور ورته ښکاره کړئ.

 

۱۲. څوک چې مو خوښېږي، مخکې تر مخکې يې و پېژنئ او بيا د خپل کور بلنه ورکړئ. کولى شئ ماښامنۍ په ګډه تېره کړئ او له دغې بلنې د يوې تازه دوستۍ ګټه واخلئ.

 

۱۳.د ٣٠ ثانيو لپاره مو خپلې مېرمنې وستايئ. واقعاً که رښتيا هم ټولو ودونو والا په ورځ کې يوازې د ٣٠ ثانيو لپاره دا کار کولى؛ نو اوس به نړۍ کې د ډېرى نارينه او مېرمنو ژوند داسې درهم او برهم نه وو.

 

۱۴. يوه نوې جمله(د يو بهرنيو سړي له ژبې اورېدل شوې کلمه چې تسلط پرې نه لرې) يا د يو بل چا د فرهنګ په اړه يو څه تازه زده کړئ!.

 

۱۵. له خپلو ورځنيو عايداتو ١٠ سلنه يې خيريه موسساتو ته هديه کړئ!

 

۱۶. هره ورځ د ٣٠ ثانيو لپاره پر وېرې، بې زړه توب او د ژوند په نورو حالاتو خپل ځانته د برياليتوب دعا وکړئ!.

 

۱۷.له چا وپوښتئ((حالات څنګه دي)) کله چې هغه کس ځواب درکوي نو په رښتيني بڼه يې واورئ.

 

۱۸. يوه اندازه پيسې( حت الوس) په يوه پاکټ کې واچوئ او د ((نامعلوم- بې نومه)) په نوم يې يو داسې چاته ورکړئ چې اړتيا ورته لري. هر نېک کار چې په پټه ترسره کړئ؛ نو له ځانګړي احساس څخه به برخمن شئ. وې ازمايئ!

 

۱۹. د چټل چاپريال د مخنيوي لپاره ګام پورته کړئ، الوتونکو ته خواړه ورکړئ او کثافتدانۍ ټولې او په خوندي ځاى کې يې تشې کړئ.

٢٠. هره ورځ يو ښکلى سهار پيل کړئ، د خوراک لپاره مناسب خواړه وټاکئ، لبنيات او وچه ميوه مه هېروئ؛ ځکه په دې سره به مو سهارنۍ روغه او خوندوره وي.

 

۲۱. که وخت ډېر وي چې دننه په کور يا شرکت کې يې مه تېروئ، بېرون لاړشئ او خپل وجود ته ددې اجازه ورکړئ چې د لمرله زرينو وړانګو ګټه واخلي- يوه تفريح به وي او خيال به مو هم بدل شي-. دغه کړنه به مو روغتيا ته ډېره ګټه ورسوي او په حالت کې به مو د بدلون باعث شي.

 

۲۲. که چا درنه د څه مرستې غوښتنه وکړه(مالي مرسته)، نو مثبت ځواب ورکړئ- خپل وس؛ خو بېنوا يې مه پرېږئ-.

 

۲۳. په هېڅ وخت کې له ورزش څخه مه بې پامه کېږئ، حتى د ٣٠ ثانيو لپاره د سر او څټ نرمش هم ….

 

۲۴. يوه دانه وکرئ( که تکړه ياست، يو نيالګى کېنوئ) فکر وکړئ که د ځمکې پرمخ ميليونونه انسانان دا کار وکړئ، نړۍ به له څومره ښکلې او سمسورې فضا برخمنه وي.

 

۲۵. د تشو خونو څراغونه (برقونه) ګل(مړه) کړئ- اضافي څراغونه)-؛ ځکه هرې ٣٠ ثانيې هم ارزښت لري.

 

۲۶. د خپل کور د چټليو په لوښي (سطل) کې څو چټلې کيسې واچوئ، ترڅو څو بېلابېلې چټلۍ لرې واچوئ- هغه خبرې يا چارې چې ستاسې په کور کې زړه بدوالى زېږوي او په کولو يې څه ګټه لاسته نه درځي، فکر وکړئ ګندګي ده او له کثافاتو سره د بيرون غورځولو دي-. سر له اوسه خپل کور کې د چټليو موندل پيل کړئ.

 

۲۷. خپل يو بد عادت د ٣٠ لپاره هېر کړئ او دا ٣٠ ثانيې په ٣٠ ثانيو تکرار کړئ.

 

۲۸. د ٣٠ ثانيو لپاره وخاندئ. په غمونو کې به مو کمى راشي.

 

۲۹. اوبه د اړتيا هومره وڅښئ!

 

۳۰- هرڅه چې لرئ د ٣٠ ثانيو لپاره ترې د خوښۍ احساس وکړئ او تل د الله تعالى د نعمتونو احترام کوونکي اوسئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب