شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeمقالېد وبا په له منځه وړلو کې د نړیوالې ټولني ونډه څه...

د وبا په له منځه وړلو کې د نړیوالې ټولني ونډه څه ده؟

لیکنه : نګین کرګر
د روغتیا د نړیوال سازمان په اساس کله چې وبا راشې نو زیاتره پاملرنه باید هغو کسانو ته وشې چې د زیانمن کیدو لوی ګواښ سره مخامخ دي لکه ماشومان، مهاجر، کورنۍ بیځایه شوې او د ‌‌‌‌‌‌ډیر عمر کسان. دغه کسانو ته باید د وبا د ټسټ، د ژوند آسانتیاوې، او روغتیایي خدمات برابر شي.
همدارنګه د بې سرپرسته ماشومانو د خوندي کولو لپاره صحي امکانات موجود وي. کوم کسان چې د کورنیو څخه لیرې دي هغوى بیرته خپلو کورنیو سره یوځاى شي. د وبا په هکله آسانه معلوماتو ته لاس رسى ، د نظافت مراعتول او د لاس مینځلو طریقې باید په انځوریز ‌‌‌‌‌‌ډول کډوالړو ته وړاندې شي.
په ۱۹۹۰ کال کې د روغتیا د نړیوال سازمان نظارت لاندې د وبا په وړاندې د آمنیت ساتلو اتحادیه رامنځته شوه، او په ۱۹۹۵ کال کې د روغتیا نړیوالې ايسمبلى یا مجلس د دغې اتحاديې قانون نظارت پیل کړ. دغه یوازينى قانون دې چې د دې په اساس د روغتیا نړیوال سازمان د مرضونو د مخنیوي او دنوي مرضونو د خپریدو او مخنیوي تګلاره څاري. په کال ۲۰۰۵ کې د روغتیا نړیوال سازمان خپل مقررات بیرته د سر څخه مرور کړل او په ۲۰۰۷ کال کې دا تصویب شول، ټول هغه هیوادونو چې د روغتیا د نړیوال سازمان د څارنې لاندې کار کوي دغه قوانین په مخ بوځي. دا غړي ملکونه باید هڅه وکړي چې د خپل هیواد ملي پالیسی ، اقتصادي پالیسی لپاره د مملکت د نشنل فوکل پاینټ سره په تماس کې اوسي.
د افغانستان نشنل فوکال پاینټ رفیع الله قاضي زاده دې ، خو دا هم جوته شوې ده چې ‌‌‌‌‌‌ډیر هیوادونه دغه پالیسی دومره جدي نه نیسي. امنیت یو بل ګواښ دې چې د وبا په وخت کې ورته نړیواله ټولنه پاملرنه کوي. پوښتنه دا ده چې سره له دومره پالیسیو او لا هم ځینې ‌‌‌‌‌‌ډیر ملکونه د وبا د مخنیوي په وړاندې د بحران سره مخامخ دي؟ د کویډ -۱۹ وبا دا وښوده چې. نوموړو ملکونو د وبا د مخنیوي په وړاندې په لازمه کچه تیارى نه درلوده، ځکه د بحران سره مخامخ دي، او یوازې د کرنټین او د فاصلې مراعتولو سره کولى شي خپلې هڅې وکړي، حتى په افغانستان او ‌‌‌‌‌‌ډیرى اسلامي ملکونو کې ورته جدي پاملرنه نه کیږي.
په دغه روغتیایي بحران کې هر انسان باید خپل روغتیایي سیسټم پیاوړی کړى، او بګيو مملکت باید د راتلونکې وبا لپاره تیاری ولري. دا کار څرنګه امکان لري؟ کله چې د یو مملکت روغتیایي سیسټم عصري کړى شي، هغه وخت د وبا منجمنټ هم یو ملک لپاره یو څه آسانه کیږي. د روغتیا سیسټم عصري کول په بیلابیلو برخو کې ضروري دي چې د سیمه یيزو اونړیوالو اړیکو په اساس امکان لري. لومړۍ په سمیه کې د روغتیایي سیسټم عصري کولو لپاره د بیړنیو حالاتو سره تیاری پکار دى، یعنې د انفکشن د خپریدو د مخنیوي لپاره یو روغتیایي سیسټم باید پوره تدابیر ولري. د کویډ-۱۹ حالاتو په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړه چې د نړیوالې ټولنې دیو عصري روغتیایي سیسټم لپاره ‌‌‌‌‌‌ډیر څه ضرورت شته، چې د بیړنیو حالاتو لپاره د تیاري نه درلودل په لومړي پړاو کې د روغتیایي سیسټم په بوديجه آثر کوي.
د روغتیا د سیسټم د عصري کیدو لپاره لومړۍ مهمه مرحله دا ده چې د څیړنو، واکسین جوړولو او وقایوي تدابیرو لپاره یو سیسټم چمتو اوسي. دوهم د وبا د مخنیوي او کنټرول لپاره ټولې ضروري لارې چارې چمتو اوسي، یعنې د روغتیایي کارکوونکو لپاره ، د حفاظت جامې ماسک ، دستکشې او د ضرورت توکي موجود وي. دریم د واکسین د تولید لپاره بودیجه موجوده وي، او څلورم چې بودیجه د دغو کارونو لپاره وسنجول شي. د روغتیا د سیسټم عصري کولو لپاره لګښت څومره راځي؟
د روغتیا نړیوال سازمان کمیسيون وایي چې په کال کې ۳.۴میلونه ‌‌‌‌‌‌ډالره اضافه لګښت راځي. او ۷ میليونه ضرورت دې چې یو سیسټم په مخ لاړ شي، حال دا چې د وبا په وخت کې کوم ملکونه چې روغتیایي سیسټم یې عصري ندي نو د دې څخه زیاتره لګښت لري ، ځکه په بیړنیو حالاتو کې یو سیسټم چې چمتو نه وي د هغه لګښت د کلنۍ بودیجې څخه زیاتره مصرف کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب