شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: ښکېل لوري دي افغانستان کې د اختر په درناوي اوربند...

ملګري ملتونه: ښکېل لوري دي افغانستان کې د اختر په درناوي اوربند وکړي

تاند، شنبه، د جوزا ۳مه: په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما له ښکیلو غاړو څخه د کوچني اختر په برکتناکو ورځو کې د اوربند غوښتنه کړې ده.

د یوناما مشرې دیبورا لیوینز په یو اختریز پیغام کې ویلي، افغان حق لري چې د اختر خوښۍ په سوله کې ونمانځي.

نوموړې دواړو لوریو ته پر مشرانو غږ وکړ چې د اختر درناوی دې وکړي او ژر تر ژره دې په دغو ورځو کې د تاوتریخوالي مخنیوی وکړي: (( افغاستان په دې ورځو کې له کووید ۱۹ ناروغۍ سره هم لاس و ګرېوان دی زما له افغانانو غوښتنه ده چې د راټولېدنو اومبارکیو پر مهال روغتیايي لارښوونې په پام کې ونیسي.))

اغلې دیبورا هیله ښودلې چې د افغانانو تر منځ د اختر په ورځو کې رامنځته شوی یووالی له اختر وروسته هم دوام وکړي تر څو په وینا یې دغه د سولې مستحق ولس خپلو هیلو ته ورسېږي.

د یوناما مشرې ټینګار کړی دی چې ملګري ملتونه د سولې، هوساینې او بشري همغږۍ لپاره د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي.
یوناما په داسې حال کې پر ښکیلو غاړو اختر کې د اوربند غږ کړی دی چې طالبانو تراوسه د اوربند پر ځای په جګړې ټینګار جاري ساتلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب