شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمتحده عربي اماراتو له افغانستان سره د ۷ ټنه طبي وسایلو مرسته...

متحده عربي اماراتو له افغانستان سره د ۷ ټنه طبي وسایلو مرسته وکړه

تاند (شنبه، د حوزا۳) د افغانستان دفاع وزارت د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د متحده عربي اماراتو د مرستو مننه وکړه.

متحده عربي اماراتو پرون (جمعه) په یوه الوتکه کې افغانستان ته ۷ ټنه طبي مواد راولېږل.

د متحده عربي اماراتو د دولتي یا رسمي خبري اژانس د راپور له مخې، دا مرسته افغانستان ته له کورونا وایرس سره د مبارزې لپاره لېږل کېږي.

افغان چارواکو ته د مرستې د سپارلو په مهال په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو سفیر عیسي سلیم محمد الظاهري وویل «متحده عربي امارات غواړي چې د افغانستان طبي پرسونل د کورونا وایرس په وړاندې هم د ځان ساتنه وکړي او هم د ناروغانو غم وخوري.»

په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزارت پرون ناوخته په یوه خبرپاڼه کې وویل « نن له غرمې وروسته، د هېواد د ملي دفاع له وزارت سره د دوست هېواد متحده عربي اماراتو له لوري د روغتیایي بستو مرستې وشوې او دغه مرستې د دفاع وزارت د چارواکو له لوري تسلیم شوې.

په دغو مرستو کې چې له ګووید نولس سره د مبارزې لپاره شوي، تشخیصیه وسایل، مصنوعي تنفسي ماشینونه او نور طبی وسایل شامل دي.

د ملي دفاع وزارت رهبري د دوست هېواد متحده عربي اماراتو له دغو مرستو څخه قدرداني او مننه کوي‌.»

اټکل کېږي چې په افغانستان کې به د هغه څه چې رسماً اعلانېږي په ځلونو زیات کسان په کورونا وایرس اخته وي. ډېر افغانان خپله ناروغي پټوي او ډېر نور بې پروايي ښيي او له همدې کبله، هم د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او هم د روغتیا نړیواله اداره اندېښنه لري چې کورونا وایرس به په افغانستان کې ناورین رامنځته کړي.

متحده عربي امارت تر دې وړاندې د سږ کال په مارچ میاشت کې افغانستان ته د کورونا وایرس د ټیست ۲۰ زره الې رالېږلې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب