شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه هند کې تر ۱۴۰ ډېر بند پاتې افغانان خپل هیواد ته...

په هند کې تر ۱۴۰ ډېر بند پاتې افغانان خپل هیواد ته راوستل شول

تاند (شنبه، د حوزا۳) د افغانستان د خصوصي هوايي شرکت کام اییر یوې الوتکې د جمعې په ورځ د هند د پونې له هوايي ډګر څخه ۱۴۳ تنه افغانان خپل هیواد ته راوړل.

دا افغانان په پونې، حیدراباد، کرناټک او ګوجرات کې د کورونا وایرس د خپرېدو په خاطر د بندیزونو او د هوايي سفرونو د بندېدو له کبله بند پاتې شوي وو.

د کام اییر هوايي شرکت الوتکه د جمعې په ورځ د غرمې په ۱۲ بجې د پونې پر هوايي ډګر کښېناسته او د ماسپښین په دوه نیمې بجې یې ۱۴۳تنه سپرلي کابل ته ولېږدوله.

هندي رسنۍ وايي چې ټوله سپرلي یې ټیست کړې او هیڅ یوه د کورونا وایرس نه لري.

په همدې حال کې کابل ته له رارسېدو وروسته څو تنو، د نوم د نه ښودلو په شرط تاند ته وویل چې د بندیزونو له کبله سخت په تکلیف ول او د ځینو کسانو وضعیت په دې خاطر هم خورا خراب و چې حتي د ډوډۍ لپاره پیسې نه لرلې.

په نړۍ کې د کورونا وایرس د خپرېدو له کبله ډېر انسانان له راز راز کړاوونو او بې روزګاریو سره مخامخ شوي دي.

د جمعې د ورځې تر ناوخته پورې په نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر تر ۵ ملیونه ۲ لکه ۶۵ زره لوړ و.

همداراز تر پرون ناوخته پورې په نړۍ کې د کورونا په وایرس د مړو شویو شمېر څه باندې ۳ لکه ۳۸ زره تنه ښودل شوی و.

په عین حال کې د دوه ملیونه او څه باندې یو لک تنو د ښه کېدو یادونه شوې ده.

له هند او پاکستانه د افغانانو د راتګ تازه لړۍ پیل شوه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب